د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې د نرښځيانو پر ګډا بندیز


یو نرښخی د ګډا په حال کې
تصویر له ویډيو کښل شوی
یو نرښخی د ګډا په حال کې تصویر له ویډيو کښل شوی

په خیبر قبایلي ضلع کې د قومي مشرانو په وینا ځایی پولیسو د موسیقۍ په پروګرامونو کې د نرښځیانو په ورتګ او ګډا باندې بندیز لګولی.

په خیبر کې د امنیت له ښه کېدو سره سم هلته په حجرو کې یو ځل بیا د موسیقۍ پروګرامونه پیل شوي او له پيښور نه ورته نرښځیان هم ورځي او هلته د واده ښادۍ په مهال ګډا کوي، خو په دې وروستو کې دغه نرښځیان مختلفو چیک پوسټونو نه بیرته پیښور ته ستانه کړې شوي دي،

په نرښځیانو باندې د بندیز په اړه د جمرود پولیسو ډي ایس پی جهانګیر اپریدی مشال ريډیو ته وویل، قومي مشرانو ترې غوښتنه کړې چې د نرښځیانو له ورتګ سره یې دلته ماحول ډېر خراب شوی، ځوانان یې خرابېږي، شپې بهر تېروي، او نشې یې هم شورو کړې.

ډي اېس پي زیاتوي چې پر نرښځیانو بندیز د مشرانو په غوښتنه لګولې او اوس هغوی نه شي ورتلی.

یوه ځایي وګړي کرامت الله وویل: ''اوس په دې مجلسونو کې مشران هم ناست وي او کشران پکې غیر اخلاقي حرکتونه کوي، د دې نتیجه ښه نه ده. پخوا به ښه موسقي وه مشرانو او کشرانو به اورېده خو اوس دا هر څه بدل شول خلک د ګډا پروګرامونه خوښوي، بې حیایي زیاتوي.''

یو بل تن ذاکر اپرېدی وایي، باید حکومت د نرښځیانو لپاره یو بل روزګار وګوري او له دې کاره یې ودروي.

یوه ځایي تن ثاقب اپرېدی بیا وایي، که له یو محدود انداز سره او په سمو جامو کې د موسیقۍ په پروګرامونو کې ګډا کوي نو بیا ټیک ده په دې کې څه خبره نشته.

د خیبر پښتونخوا نرښځیانو ټولنې مشرې فرزانې وویل: ''یو خوا راباندې د موسیقۍ په پروګرامونو کې بندیز لګول کیږي اوبل خوا بیا حکومت څه متبادل روزګار یا مراعات هم نه راکوي نو موږ به څه خورو، چېرته ولاړ شو، په موږ باندې قومي مشرانو بندیز نه دی لګولی، ضلعي پولیس مو راایساروي، هلته په جمرود او باړه کې امن بحال شوی دی. خلک موسیقي خوښوي خو موږ څوک نه ورپرېږدي باید دغه بندیز ختم کړل شي.''

د خیبر پولیس وایي، د موسیقۍ په پروګرامونو باندې بندیز نشته خو په دستي توګه دې نرښځیانو ته خیبر ته د پروګرامونو کې د ګډون اجازه نه شي ورکولی.

یاده دې وي چې په خیبر پښتونخوا کې د ډېری نرښځیانو د ګټې وټې لویه سرچینه په ودونو او خوښیو کې نڅاګانې کول دي او د دې له کبله دوی تل له امنیتي ګواښ سره هم مخامخېږي.

XS
SM
MD
LG