د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د نرښځي قاتل ته د مرګ سزا


'د نرښځۍ علیشاه د مړینې رپورټ نه منو'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:46 0:00

'د نرښځۍ علیشاه د مړینې رپورټ نه منو'

د پېښور ضلعي عدالت د جولای پر ۲۰مه نېټه د یوه نرښځي علیشاه د وژنې په جرم د هغه وژونکي فضل ګوجر ته د مرګ سزا اورولې ده او په دغه دوسیه کې ککړ یو بل تن رحمت الله یې د ثبوتونو په نشتوالي بري کړی دی.

د پېښور نرښځیانو اتحادیې پر عدالتي پرېکړه اطمینان ښودلی او وايي که عدالتونه د نرښځيانو ځورونکو ته سختې سزاګانې ورکړي نو له دې سره د نرښځیانو ژوند تر ډېره حده خوندي کېدلای شي.

په دا وروستیو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ګڼ نرښځیان وژل شوي، وهل شوي او یا هم ځورول شوي شوي دي، دوی له سرکاره ګیله من دي چې هېڅ ژغورنه یې نه کوي.

د خالي/شنبې د پېښور ضلعي عدالت مرستیالې ججې سعدیه عندلیب د علیشاه د وژنې کېس وارېد او پر دغه مهال یې د هغه په وژنه ککړ فضل دایان چې په فضل ګوجر مشهور دی، ته د مرګ سزا واوروله.

د پېښور پر اوسېدونکي فضل ګوجر او د هغه پر یوه بل ملګري تور وو چې په ۲۹مې کال۲۰۱۶م کې یې په نرښځي علیشاه ناتاره ډزې کړې وې او هغه یې وژلی وو.

له ډزو پس چې کله علیشاه په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوی وو نو هغه پولیسو ته بیان ورکړی وو چې فضل ګوجر ترې پیسې غوښتې او په نه ورکولو یې هغه وویشتلی.

په روغتون کې د څو ورځو له کړاوه پس علیشاه ساه ورکړې وه او د پېښور نورو نرښځیانو تور لګولی وو چې د لېډي رېډنګ روغتون ډاکټرانو یې په درملنه کې ناغېړي کړې ده.

د علیشاه په مرګ نرښځیانو هغه مهال احتجاجي مظاهرې هم کولې او له عدالته یې غوښتنه کوله چې باید د هغه وژونکي ته دې د مرګ سزا ورکړل شي.

تیره ورځ محکمې په دغه دوسیه کې خپله د۳۶ پاڼو پرېکړه اورولې چې پکې یې مجرم فضل ګوجر د قتل په سزا محکوم کړی او د هغه بل ملګری رحمت الله یې د ثبوتونو په نه لرلو خوشی کړی دی.

د پېښورنرښځيانو اتحادیې مشر فرزانې د عدالت په دې پرېکړه خوښې وښوده او ویلي یې دي چې د علیشاهله وینو سره انصاف وشو.

وایس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې فرزانې وویل اوس په خیبر پښتونخوا کې نرښځیان دومره په بې دردۍ او وړه وړه خبره وژل کېږي اؤ ځورول کیږي چې ټول نرښځیان یې د تحفظنشتوالي له احساس سره مخامخ کړي او له ویرې ډک ژوند تېروي.

هغه وویل د محکمې له دې پرېکړې سره به په راتلونکي کې نرښځیانو ته د تحفظ یو څه احساس وشي او‌ د هغوی ځورونکي به هم اوس په یو خواجه سراء د لاس پورته کولو نه مخکې سوچ کوي چې د فضل ګوجر له انجام سره مخامخېدلای شي.

په پېښور کي د بشري حقونو یو فعال تیمور کمال د مشال راډیو له همکار غلام غوث سره په خبرو کې وویل، دا لومړې ځل دې چې د یو نرښځي د وژني په کېس کي یو تن ته د مرګ سزا واورول شوه: (دا پېښه د دوه زره شپاړسم د مې میاشت کي رامخي ته شوي وه، د شاوخوا درېنیمو کلونو نه دا قضیه په عدالت کي روانه وه، د دوه زره پنځلسم نه ترنن پورې په خېبر پښتونخوا کې۶۷ نرښځیان وژل شوي دي، دا لومړې ځل دې چې یو مجرم ته سزا واورول شوه، تر دې وړاندې یو ملزم ته هم سزا نه ده ورکړل شوي.))

تېمور کمال زیاتوي چې د علیشاه د وژلو په قضیه کي ددغه کېس پېروي کوونکي نرښځیانو ته د مجرم د کورنۍ لخوا دړکې هم ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG