د لاسرسي ځای

تازه خبر

نرښځیان په وړو وړو خبرو وژل کېږي: فرزانه


فرازانه
فرازانه

د خیبر پښتونخوا له صوابۍ سره تعلق لرونکی نرښځی سعد د ستمبر پر ۱۰ هغه وخت خپل یوه کشر ورور وواژه ، چې کله په راولپنډۍ کې په یو پروګرام له ګډون وروسته خپل کور ته روان وو. پولیس وایي سعد چې ځان له یې سعیده نوم کېښودی وو، په راولپنډۍ کې د واده په یو پروګرام کې یې د شپې نڅا وکړه، او خپله وېډیو یې هم پر ټولنیزې رسنۍ فېسبوک خپره کړې وه.

په پېښور کې د بشري حقونو فعال قمر نسیم وایي کله چې د سعد وېډیو د هغه په کلي کې خلکو وکته نو وروڼو ته یې پېغورونه ورکړل شول، چې له وجې یې ۱۴ کلن ورور حماد هغه په ډزو ووژلو.

د صوابۍ د پولېسو یوه چارواکي فهیم د ستمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل په لومړني راپور کې د سعد کورنۍ دا نه دي لیکلي چې هغه یو نرښځی وو، خو مشر ورور یې لیکلي چې ۱۹ کلن سعد به د واده په پروګرامونو کې نڅا کوله او پر دغې یې ورسره کورنۍ سخت اختلاف لرلو.

قمر نسیم وایي د سعد د وژنې په ابتدایي راپور کې د ناموسې وژنې دفعه نه ده لیکل شوې. نوموړی وایي په داسې پېښو کې د پولیسو رویه سمه نه وي، نرښځیان په ابتدایي راپور درجولو کې له مشکلاتو سره مخ وي. نوموړی وایي دی پخپله په داسې ګڼو پېښو کې له نرښځیانو سره اېف ار درجولو لپاره تللی دی.

د نرښځیانو اتحادیې ټرانس اېکشن پاکستان مشره فرزانه وایي د دوی د ټولنې د شمېرو ترمخه له ۲۰۱۵م کال راهېسې په صوبه کې ۷۳ نرښځیان وژل شوي دي، او په لسګونه پکې ژوبل شوي دي. له مشال راډیو سره په خبرو دې زیاته کړه چې د نرښځیانو د وژنو په پېښو کې اېف ای ار زیاتره کمزوری وي، او ککړ کسان که ونیول شي نو څو ورځې وروسته بیا خوشې شي. فرزانه وایي د دوی د مالوماتو له مخې د صوابۍ په وروستۍ پېښه کې هم ټوله پړه پر وژل شوي تن لګول شوې، چې ګنې د کورنۍ خبرې یې نه اورېدې او په پردو پروګرامونو کې به يې نڅا کوله او د وروڼو ورسره په دې خبره ورانه وه او اخر یې وواژه.

په روانه اونۍ کې دا دویمه پېښه ده چې پکې نرښځیان په نښه شوي دي. له دې نه وړاندې د سپتمبر پر اتمه نېټه په پېښور کې پر نرښځیانو په یوه وسلوال برید کې یې د ټولنې یوه مشره ګل پاڼه په ډزو ووژل شوه، او د چاهت په نوم یو بله سخته ژوبل کړل شوه. په پېښور کې د بشري حقونو یو کارکونکي تېمور کمال د ستمبر پر ۱۱ مه مشال راډیو ته وویل د نرښځیانو د وژنو په پېښو کې تر اوسه د علېشاه په مقدمه ککړ تن ته د مرګ سزا اورول شوې ده.

تېمور کمال وایي په پاکستان کې د نرښځیانو د حقونو خوندي ساتلو په اړه یو قانون په ۲۰۱۸م کال جوړ شوی دې خو په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو د حقونو د حفاظت په اړه لا هم قانون سازي نه ده شوې. نوموړی وایي د دوی د شمېرو ترمخه د ۲۰۱۵م کال راهیسې ۷۰ نرښځیان په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي، خو ټرانس اېکشن دغه شمېره زیاته ښيي. په دغو کې یوه علیشاه هم وه چې په ۲۰۱۶م کال کې ووژل شوه.

د پېښور یو ضلعي عدالت د تېر کال د جولای پر ۲۰مه نېټه د یوه نرښځي علیشاه د وژنې په جرم د هغه وژونکي فضل ګوجر ته د مرګ سزا واوروله او په دغه مقدمه کې ککړ یو بل تن رحمت الله یې د ثبوتونو په نشتوالي بري کړ.

تېمور کمال وایي تېر کال په نوښار کې د مایا په نوم یو نرښځی له کورنۍ لخوا ووژل شو، او په دغه پېښه کې ککړ کسان څو میاشتې وروسته خوشې شول.

بلخوا د صوبې د بشري حقونو د کمیټۍ او د واکمن تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړی پیر فدا محمد د ستمبر پر ۱۱ مشال راډیو ته وویل قانون د ټولو لپاره یو شان دې، که هغه ښځه ده، که سړی او که نرښځیان دي. فدا محمد وایي حکومت یې کوشش کوي چې یوازې د نرښځیانو نه بلکې د ټول ولس ژوند خوندي کړي، د بې ګناو خلکو پر وژنو کې ککړو کسانو ته د قانون مطابق سزاګانې ورکړل شي.

د نرښځیانو اتحادیې مشرې فرزانې مشال راډیو ته وویل د نرښځیانو پر کورونو د شپې خلک ورغلي او پر دوی یې تشدد کړی دی. نوموړې وایي په خیبر پښتونخوا کې نرښځیان دومره په بې دردۍ او وړو وړو خبرو وژل کېږي او یا پرې تشدد کیږي چې ټول نرښځیان یې د تحفظ نشتوالي له احساس سره مخامخ کړي او له ویرې ډک ژوند تېروي.

XS
SM
MD
LG