خبرونه
د افغان مرکچي پلاوي ښځینه غړو د امریکا کانګرېس له یو شمېر غړو سره لیدلي
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ښځینه غړو د امریکا د کانګرېس له یوشمېر غړو سره د سولې پر بهیر او په دې بهیر کې د مېرمنو پر ونډه خبرې کړې دي.
د مرکچي پلاوي یوه غړې فوزیه کوفي وایي، دوی د امريکا له کانګرېس غړو او سیاستوالو د داسې سولې د ملاتړ غوښتنه کړې چې جمهوري ارزښتونه پکې خوندي وي.
نوموړې د اپرېل پر دویمه مشال راډیو ته وویل: "تر ډېره د ټاکنو او ولسواکۍ د اصولو او ارزښتونو پر خوندیتوب خبرې وشوې، دويمه موضوع د سولې په بهیر کې د ښځو حقونه او د ښځو د حقونو د دفاع مسله وه. د سولې ترڅنګ په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو ملاتړ هم مهم دی."
افغان مېرمنو تر دې وړاندې اندېښنه ښودلې وه چې سیاست ته د طالبانو په راتګ یې ممکن یوشمېر لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي.
طالبانو بیا ویلي،" د اسلامي اصولو په چوکاټ کې" د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.
د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ
هېتي زلزله: د وژل شویو شمېر شاوخوا ۲،۰۰۰ ته ورسېد
د هېتي چارواکي وايي، د تېرۍ اوونۍ په پای کې په ورانوونکې زلزله کې د وژل شویو شمېر شاوخوا ۲،۰۰۰ ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې سمندري توپان هم راغلی دی.
د ملکيانو د ساتنې ادارې چارواکي وايي، د اګست پر ۱۷مه تر ۵۰۰ زیات مړي وموندل شول چې ورسره د وژل شویو وروستی شمېر ۱،۹۴۱ ته لوړ شو.
پر دې برسېره په زلزله کې ۹،۹۰۰ کسان ژوبل شوي هم دي.
سختو ورښتونو او توپان د ژوندیو پاتې کسانو د لټون او ژغورنې چارې اغېزمنې کړې دي او همداراز، هغو کسانو ته رسېدل هم ګران شوي چې کورونه یې وران دي او د خوراک، څښاک شیان نه لري.
پر رېښتر پیمانې د اګست پر ۱۴مه د راغلې زلزلې زور ۷،۲ وو چې په هېتي کې یې تر ۶۰،۰۰۰ زیات کورونه ړنګ کړل.
هېتي د لاتیني امریکا له بې وزله هېوادونو یو دی او پکې تر دې مخکې هم ورانوونکې زلزلې راغلې دي.
په ۲۰۱۰ز کال کې په هغه هېواد کې زورورې زلزلې تر ۲۰۰،۰۰۰ زیات کسان وژلي ول.
امریکا د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل کړې
واشنګټن په امریکايي بانکونو کې د افغانستان بانک د شتمنیو په کنګلولو سره طالبان له اربونو ډالرو څخه بې برخې کړي دي.
د اګست پر ۱۸مه د امریکايي حکومت یو چارواکي وویل، "طالبان به د امریکا په هېڅ یوه بانک کې د افغانستان د حکومت د مرکزي بانک شمتنیو ته لاس رسی و نه لري."
د ولسمشر جو بایډن حکومت دا اقدام پر داسې مهال کړی دی چې طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه.
د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د معلوماتو پر اساس، د اپرېل تر پایه د افغانستان په مرکزي بانک کې د ۹،۴ اربه ډالرو شتمنۍ پرتې وې.
ګومان کېږي چې د افغانستان د مرکزي بانک زیاتره شتمنۍ د نیو یارک په فیډرل رېزرف بانک او د امریکا په نورو مالي ادارو کې پرتې دي. په هغو شتمنیو کې ډالر، سره زر او امریکايي بانډونه شامل دي.
طالبان د امریکا د بندیزونو په لېسټ کې شامل دي نو د دې معنا دا ده چې تر هغو چې واشنګټن او ملګرو یې اداره په رسمیت نه وي پېژندلې، طالبان به ښايي هغو بهرنیو شتمنیو ته په لاس رسي کې له مشکلاتو سره مخامخ وي.
واشنګتن د شتمنیو د کنګلولو ترڅنګ کولی شی له افغانستان سره د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال صندوق په څېر د ادارو د مرستو مخه ونیسی.
د تورخم ور د سوداګرۍ لپاره بیا خلاص شو
د خیبر انتظامیه وايي، د اګست ۱۵مې له شپې راهیسې یې د تورخم دروازه د سوداګرۍ لپاره بیا پرانیستې ده.
انتظامیې د اګست پر ۱۶مه په یوه بیان کې ویلي چې د سوداګرۍ له بحالېدو سره له پاکستانه مال وړونکي ګاډي افغانستان ته روان شول.
بیان وايي، له افغانستانه هم په مېوو او سبزو بار لارۍ پاکستان ته واوښتې او د اګست پر ۱۶مه سهار د درامد او برامد او د ګمرک (کسټم) دفترونو هم کار پیل کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر انتظامیې د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه د تورخم ور تر هغې وروسته د سوداګرۍ په مخ وتاړه چې د ننګرهار ولایت د طالبانو لاس ته ولوېد.
البته د تورخم لار د مې له پیل راهیسې د خلکو د تګ راتګ لپاره تړلې ده. هغه مهال د پاکستان حکومت په افغانستان کې د کورونا وایرس زیاتېدونکو پېښو ته په کتو دروازه تړلې وه او یوازې خپلو وګړو او ځینو افغان زده کوونکو ته یې پاکستان ته د اوښتو اجازه ورکړې وه.
تر اوسه معلومه نه ده چې په پاکستان کې د کورونا وایرس جهاني وبا د څار او کنټرول مرکز (نیشنل کمانډ اېنډ کنټرول سېنټر یا اېن سي او سي) به کله د مساپرو تګ راتګ لپاره د تورخم ور د بیا پرانیستو اعلان کوي.
امریکا خپل سفارتکاران د کابل نړیوال هوايي ډګر ته لېږدولي
په افغانستان کې د امریکا سفارت خپل ټول کارمندان د کابل نړیوال هوايي ډګر ته لېږدول شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا پوځ د دغه هوايي ډګر د انګړ امنیت خوندي کړی دی.
دغه وزارت وايي، د امریکايي ډیپلوماتانو او نورو کارکوونکو وتل پیل شوي دي.
په دې ډله کې هغه افغانان هم راځي چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال همکاري کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اګست پر ۱۵مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې خپل سفارت ټول کارمندان یې په خوندي توګه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته لېږدولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ویلي، د دغو کسانو د لېږدولو لپاره به نن د اګست پر ۱۶مه نېټه ملکي او پوځي الوتنې پیل شي او دا لړۍ به څو ورځې دوام کوي.
په پاکستان کې د بورې میلونو د ۴۴ اربه روپیو جرمانه رد کړې ده
په پاکستان کې د بورې میلونو اتحادیې د مسابقو کمېشن هغه پرېکړه رد کړې ده چې دوی یې ۴۴ اربه روپۍ جرمانه کړي دي.
د یادې اتحادیې یو مخکښ د نوم نه ښودلو په شرط د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل دا یو لانجمنه پرېکړه ده او دوی به یې پرضد عدالت ته ځي.
دا له هغه وروسته ده چې په پاکستان کې د سیالۍ یا مسابقو کمېشن په ملک کې د بورې نرخونو زیاتولو په اړه د کړو پلټنو رپورټ د اګست پر ۱۳مه خپور کړ.
یاد کمېشن د بورې میلونه له دې کبله ۴۴ اربه روپۍ جرمانه کړي دي چې ګواکې د بورې په نرخ زیاتولو کې یې له قانونه سرغړونه کړې ده.
یاد کمېشن ویلي چې د بورې میلیونو اتحادیې غړو په خپل منځ کې په سلا مشوره د بورې نرخ زیات کړی وو کوم چې د پاکستان د ۲۰۱۰م کال مسابقې له قانونه سرغړونه ده.
د پاکستان مرکزي حکومت په ۲۰۲۰م کال کې اوو ادارو ته امر کړی وو چې د بورې نرخونو د بحران په اړه پلټنې وکړي.
په دې ادارو کې د پاکستان مسابقې کمیشن، د تحقیقاتو وفاقي اداره، د احتساب قامي اداره او سټیټ بانک هم شامل وو.
په هیټي هیواد کې زلزلې لږترلږه ۳۰۴ کسان وژلي
د هېټي هیواد د ولسي خونديتوب اداره وايي چې د اګست پر ۱۴مه د راغلې زلزلې له امله د وژل شوو شمیر ۳۰۴ ته رسېدلی دی.
د ۷.۲ درجې دې زلزلې لږ تر لږه ۱۸۰۰ کسان نور ژوبل کړي هم دي.
د دې ادارې په خبره زیات مرګونه د هغه هيواد په جنوبي سیمو کې شوي او تر ړنګو کورونو ، هوټلونو او کلیساګانو لاندې ګير ډیری خلک امدادي کارکونکو او عام ولس ژغورلي دي.
وزیر اعظم ايريل هنري په هیواد کې تر یوې میاشتې د بيړنيو حالاتو اعلان کړی دی.
د امریکا د جيالوجکل سروې اداره وايي چې زلزله د هېټي هیواد د ځايي وخت مطابق سهار ۸.۳۰ بجې راغلې وه او مرکز يې له پلازمېنې پورټو پرنس څخه ۱۲۵ کلوميټره لرې لویدیځ لور ته وو.
۱۱ کاله مخکې د ۷ کچې راغلې زلزلې پورټو پرنس تر ډیره حده ويجاړ کړی وو او شاوخوا درې لاکه کسان یې وژلي وو.
ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو پرېکړې بیا دفاع کړې
د امریکا ولسمشر جو بایډن یو وار بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې ده.
نوموړي ويلي، دا د افغانستان د ملي اردو او نورو امنیتي ځواکونو ذمه واري ده چې په خپل هیواد کې د طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي.
امريکايي ولسمشر د اګست پر ۱۴مه نېټه په یوه بیان کې وویل چې افغانستان ته به نور ځواکونه واستوي. د ده په وینا کابل ته یو شمېر پوځیان استول شوي چې د امریکا د سفارت د کارکوونکو د ایستلو امنیت وساتي.
امریکايي ولسمشر دا هم وویل چې د دغو ځواکونو شمېر ۵۰۰۰ ته زیات شوی دی.
مخکې امریکا اعلان کړی وو چې افغانستان ته ۳۰۰۰ سرتېري لېږي. جو بایډن ویلي چې ټول امریکايي پوځیان به د روان اګست تر پایه له افغانستانه ووځي.
امریکا کې کورونا بیا زیاته، روغتونونه د کټونو له کمبوت سره مخامخ
د امریکا یو شمېر ریاستونو ویلي، هلته د کورونا وایرس د شدیدو ناروغانو شمېر دومره زیات شوی چې په روغتونو کې کټونه کم شوي دي.
په الاباما ریاست کې د اګست پر ۱۳مه بېړنی حالت اعلان شوی او په اوریګان ریاست کې هم روغتونونه له مشکلاتو سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې برازیل د اګست پر ۱۳مه ویلي چې کورونا وایرس هلته په یوه ورځ ۹۶۶ کسان وژلي او نېږدې ۳۴ زره نور پرې اخته شوي دي.
روسیې هم د اګست پر ۱۳مه خبر ورکړ چې هلته کورونا وایرس په یوه ورځ ۸۱۵ کسان وژلي او څه باندې ۲۲ زره نور پرې تازه اخته شوي دي.
کورونا وایرس تر اوسه په نړۍ کې تر ټولو زیات امریکا، هند، انډونیزیا او برازیل ځپلي دي.
پنجشېر کې د خلکو یوې ډلې د طالبانو ضد جنګېدو اعلان وکړ
د افغانستان د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د خلکو یوې ډلې د وسله والو طالبانو پروړاندې د مقاومت پیلولو اعلان کړی.
په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي، د اګست پر ۱۳مه په ولایت کې د خلکو یوه غونډه وشوه چې ورته ورغلي کسان په بېلابېلو وسلو سمبال ول.
د غونډې ځینو تنظیموونکو مشال راډیو ته ویلي، پخوانیو مجاهدینو له یوې میاشت راهیسې د پنجشېر ولایت په ګڼو سیمو کې د دې خلکو روزنې ته دوام ورکړی چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د طالبانو مقابله وکړای شي.
د پنجشېر چارواکو ویلي په تېرو څو ورځو کې د هغه ولایت په ځینو سیمو کې توغندي لګېدلي او د طالبانو څو حملې یې په شا تمبولې دي.
پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۴،۶۰۰ زیات کسان کورونا وایرس وهلي
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴،۶۱۹ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي.
د کورونا وایرس وبا په اړه د ارقامو حکومتي ووبپاڼې د اګست پر ۱۳مه وویل چې په دې توګه، د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د وبا له پیل راهیسې په وایرس د اخته شویو کسانو رسمي شمېر ۱،۰۸۹،۹۱۳ ته لوړ شوی.
د ووبپاڼې په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۹ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي.کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر اوسه په هېواد کې ۲۴،۲۶۶ کسان وژلي خو ۹۷۹،۴۱۱ ورڅخه رغېدلي هم دي.
هلته د سیند حکومت د اګست پر ۱۳مه په صوبه کې ټول کاروباري مرکزونه تړلي دي.
د سیند حکومت تازه فیصله کړې چې اوس به د هرې یکشنبې (اتوار) او جمعې پر ورځ کاروبارونه تړلي وي او یوازې د اړینو شیانو دوکانونه به پرانیستي وي.
حکومت دا پرېکړه پر داسې مهال کړې چې په پاکستان کې د جولای له پیل راهیسې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.
شمالي وزیرستان کې په دوو حملو کې درې سرتېري ژوبل شوي
چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا حملو کې درې پوځیان ژوبل شوي دي.
د اګست پر ۱۲مه یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې امنیتي سرتېري په ګړیوم کې د ګزمې په حال کې ول چې پر ګاډي یې د سړک غاړې ښخ بم چاودنه وشوه.
د دې حملې ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولي بیان کې منلې.
امنیتی چارواکی وايي، د اګست پر ۱۲مه په میرلي کې په یوه راکټي برید کې یو سرتېری ژوبل شوی دی.
دی زیاتوي، توغندی له "نامعلوم لوري" ویشتل شوی دی.
د میرلي د برید ذمه واري چا نه ده منلې.
په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي سرتېرو د وسله والو بریدونه او د دواړو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. چارواکي وايي، په سیمه کې یې د وسله والو پرضد د لټون عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
افغان ځواکونو ننګرهار کې ۱۵ مشکوک وسله وال وژلي
افغان چارواکي وايي، ملي امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې ۱۵ مشکوک وسله وال وژلي دي.
د ولایت د رسنیو دفتر د اګست پر ۱۳مه په بیان کې ويلي چې افغان هوايي ځواکونو د پنجشنبې او جمعې ترمنځ شپې مهال د ولسوالۍ په ګندمک، هاشمخېلو او ساخۍ کې بمباري وکړه.
بیان زیاتوي چې په برید کې د وسله والو طالبانو وسلې او ګاډي هم له منځه تللي دي.
خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
جنوبي وزیرستان کې وسله وال برید کې یو سرتېری وژل شوی، دوه ژوبل
جنوبي وزیرستان کې په يو وسله وال بريد کې د پاکستاني پوځ يو سرتېری وژل شوی دی.
د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي د اګست پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې "نامعلومه وسله والو" بېګاه شپه ناوخته (د اګست پر ۱۱مه) د سره راغه (روغه) تحصيل په تبۍ لنګرخېلو کې د پوځ پر امنيتي پوسته بريد وکړ چې پکې دوه سرتېري ژوبل شوي هم دي.
نوموړي وويل چې پوځ هم پر وسله والو ځوابي ډزې وکړې.
د نوموړي په وينا، د وسله والو د لټون عمليات یې پيل کړي خو تر دې دمه يې لا څوک نه دي نيولي.
د تحریک طالبان پاکستان وياند محمد خراسانی مشال راډيو ته په استولي پیغام کې د بريد ذمه واري منلې ده.
په وروستيو کې په جنوبي وزيرستان کې د ناامنیو پېښې زياتې شوي چې ولسي وګړو او منتخبو استازو يې په اړه اندېښنه ښوولې خو امنيتي ځواکونه بيا وايي، دوی د امن خرابوونکو پرضد عملياتو ته دوام ورکړی.
پاکستان جمهوري غورځنګ کراچۍ کې جلسه کوي: مولانا فضل الرحمان
پاکستان جمهوري غورځنګ (پاکستان ډېموکریټېک موومېنټ یا پي ډي اېم) د اګست پر ۲۹مه په کراچۍ کې د حکومت پرضد د یوې "لویې جلسې" اعلان کړی دی.
پي ډي اېم تور پورې کوي چې پاکستان تحریک انصاف په درغلۍ او د پوځ په مرسته واکمن شوی او دا چې د وزیراعظم عمران خان حکومت د اقتصادي ستونزو په هواري کې پاتې راغلی دی.
حکومت او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات راڼه او منصفانه ول. پوځ هم دریځ لري چې نه خو په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي او نه دې یې څوک پکې د ښکېلولو هڅه کوي.
حکومت همداراز وايي چې اقتصادي ستونزې ورته له پخوانیو حکومتونو په میراث کې پاتې دي چې د هواري هڅې یې کوي.
د اپوزیشن د یوشمېر ګوندونو د غورځنګ پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد کې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت "غیرقانوني او غیراییني" دی.
نوموړي وویل، باید د هېواد ټولې ادارې په خپلو اییني حدونو دننه خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.
د مولانا فضل الرحمان په خبره، د حکومت د "ناکامه" بهرنۍ پالیسۍ له کبله پاکستان پر نړیوال کچ یوازې شوی دی.
په عین وخت کې د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر فواد چودري په یوه بیان کې تور پورې کړی چې د مخالفو ګوندونو د غونډو مقصد د پخواني وزیراعظم نوازشریف لپاره اسانۍ پیدا کول دي. شریف په پاکستان کې د درغلۍ له قضیو سره مخامخ دی او اوسمهال په برتانیا کې اوسي. نوموړي تل پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي.
پي ډي ایم په داسې حال کې یو ځل بیا د حکومت پر ضد د ولسي غونډو اعلان کړی دی چې پیپلزګوند او عوامي نیشنل ګوند ورڅخه لاری بېلې کړي دي.
پي ډي اېم د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې جوړ شو او له هغه وخت راهیسې یې د پاکستان په لویو ښارونو کې مظاهرې او جلسې کړې دي.
پاکستان د کووېډ-۱۹ د دوو واکسینونو ترمینځ موده لنډه کړه
په پاکستان کې د کورونا وایرس وبا د کنټرول او څار مرکز (نیشنل کمانډ اېنډ کنټرول سېنټر یا اېن سي او سي) د کووېډ-۱۹ د دوو واکسینو ترمینځ موده له ۴۲ ورځو څخه ۲۸ ورځو ته ټیټه کړې ده.
دې مرکز د اګست پر ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه یې تر هغه وروسته کړې چې د واکسینو نړیوال اېتلاف ورته په یوه اوونۍ دننه د نورو شپږ میلیونه واکسینو ورکولو باور ورکړ.
دې حکومتي مرکز دا فیصله هم کړې چې د سېپټېمبر تر لومړۍ نېټې وروسته به هغو مساپرو ته د داخلي هوايي سفر اجازه ورکوي چې دواړه واکسینه يې لګولي وي.
تر دې مخکې ياد مرکز اعلان کړی وو چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې راهيسې به يوازې واکسين شوي کسان په اورګاډو کې سفر کولای شي.
د پاکستان سرکاري شمېرې ښيي چې په تېر یو شواروز کې په هغه هېواد کې کورونا وایرس ۱۰۲ کسان وژلي او ۴،۹۳۴ نور یې وړجن کړي.
په دې توګه، د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د وبا له پیل راهیسې، د روان ۲۰۲۱ز کال د اګست تر ۱۲مې په پاکستان کې کورونا وايرس تر ۱،۰۸۵،۰۰۰ زيات کسان وهلي چې ورڅخه ټول ۲۴،۱۸۷ له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي او تر ۹۷۵،۰۰۰ زيات کسان رغېدلي هم دي.
بلخوا په پاکستان کې شاوخوا ۱۱ نيم میليونه کسانو ته د کووېډ-۱۹ دواړه واکسين لګېدلي دي.
د پاکستان او عراق د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان پر حالاتو اندېښنه ښودلې ده
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن، د اګست پر ۱۱مه، پر ټوېټر پاڼه ليکلي چې د عراق د بهرنيو چارو وزير فواد حسېن له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره په اسلام اباد کې وليدل.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخيزه سياسي مشاورت په اړه د مفاهمت يو ياداښت هم لاسليک کړ. تر ليدنې وروسته دواړو یوه ګډ خبري کنفرانس ته وينا وکړه.
د عراق د بهرنيو چارو وزير وويل چې دواړو غاړو د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې او اندېښنه یې ښودلې ده.
ده وويل چې د افغان سولې بهیر او ناستې دوام لري او هیله ده چې د افغانستان سياسي ګوندونه به د خبرو اترو له لارې يوه سوله یيز حل ته ورسېږي.
د فواد حسېن په خبره افغانستان سولې ته اړتیا لري او هلته زیاتېدونکی تاوتريخوالی به یې پر ګاونډیو هېوادونو هم اغېزه وکړي.
پر دې مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل چې دوی په افغانستان کې هېڅکله د ځواک کارولو او د يوې ځانګړې ډلې ملاتړ نه دی کړی. خو افغان حکومت بیا بیا پر اسلام اباد د طالبانو د ملاتړ تور پورې کوي او پاکستان دا تورونه تل رد کړي دي.
سوات کې یوه پولیسه د خپلو بچیو مخې ته وژل شوې
پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په سوات کې یوه پولیسه د بچیو مخې ته وژل شوې ده.
د مینګورې پولیسو د اګست پر ۱۰مه په بیان کې ویلي چې د نهې یا سې شنبې شپې مهال یوه کس خپله پخوانۍ ښځه وویشته او وتښتېد.
بیان وايي، پولیسه بخت عزته نومېده او څه موده مخکې یې د کورنۍ لانجې له وجې له مېړه طلاق اخیستی وو او پینځه بچي یې لرل.
بیان زیاتوي چې وژل شوې ښځې د مینګورې په تاڼه کې کار کاوه.
ننګرهار کې یو مشکوک ځانمرګی بریدګر نیول شوی
د ننګرهار د والي دفتر وايي، امنیتي سرتېرو یو مشکوک ځانمرګی بریدګر نیولی دی.
دفتر د اګست پر ۱۱مه په بیان کې ویلي چې مشکوک بریدګر خالد نومېږي چې د پچیر و اګام ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د وسله والو طالبانو قوماندان پر افغان امنیتي سرتېرو د ځانمرګي برید لپاره چمتو کړی وو.
بیان وايي، د ملي امنیت منسوبینو هغه بریدګر د پچیر و اګام ولسوالۍ په حدودو کې نیولی دی.
بیان زیاتوي چې خالد د خپل جرم اعتراف کړی دی او تر پلټنو لاندې دی.
پاکستان کې د اورګاډي سفر لپاره کورونا واکسین اړین
د پاکستان حکومت اعلان کړی د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه هغه کسان په اورګاډو کې سفر نه شي کولای چې د کوویډ-۱۹ واکسين يې نه وي لګولی.
دا اعلان د اګست پر نهمه نېټه د دې هېواد د کورونا مخنيوي ادارې اېن سي او سي کړی.
پاکستان وار له مخه د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۸ کالونو زيات عمر لرونکو هغو کسانو باندې په هېواد کې دننه په هوايي سفر بنديز لګولی چې ځانونو يې نه دي واکسين کړي.
په پاکستان کې له تېرو څو اوونيو راهیسې د کورونا وايرس ناروغانو شمېر يوځل بيا زيات شوی چې د مخنيوي لپاره يې چارواکو يوشمېر ګامونه پورته کړي دي.
د حکومتي شمېرو له مخې د پاکستان په شاوخوا ۲۱ کروړه ابادي کې تر اوسه پورې يوازې نږدې درې کروړه کسانو د کورونا واکسين لګولی او په دوی کې ۷۰ لکه کسان داسې دي چې د واکسين دواړه ستنې يې لګولې دي.
د پنجاب په ګوجراوالې کې ټرافیکي پېښې نهه تنه وژلي
د پاکستان پنجاب صوبې په ګوجراوالې کې ټرافیکي پېښې لږ تر لږه نهه تنه وژلي دي.
دا پېښه د اګست پر اتمه ناوخته د ګوجراوالې له شاه کوټ موړ سره نېږدې هغه مهال شوې چې یو مسافر وړونکی ګاډی د تېلو له یوه ټېنکر سره ټکر شوی دی.
د ځايي چارواکو په وینا، تر ټکر وروسته ګاډي اور واخیست چې پکې اووه ژوبل هم شول.
په پاکستان کې د خرابو سړکونو او د ټرافیکي قوانينو د سرغړونو له امله هر کال یو شمېر ټرافیکي پېښې کېږي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د جولای پر ۲۶مه سهار د بلوچستان په خضدار سیمه کې د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان ووژل شول. د پاکستان دولتي راډیو ویلي ول چې بس له کوټې څخه کراچۍ ته روان وو چې له موټر سره وجنګېد.
افغان ځواکونو په هرات او بلخ کې د طالبانو بریدونه شنډ کړي: چارواکي
چارواکي وايي، د افغانستان د هرات او بلخ ولایتونو پر مرکزونو یې د طالبانو بریدونه شنډ کړي دي.
د هرات والي عبدالصبور قانع د اګست پر نهمه په یوه خبري غونډه کې وویل، افغان ملي امنیتي ځواکونو د ولایت پر مرکز یې د طالبانو بریدونه شنډ کړي دي.
قانع وویل چې طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده خو په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.
طالبانو د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له بلخ ولایته هم د درنو نښتو خبرونه راغلي دي.
چارواکي وايي چې طالبانو د اګست اتمې او نهمې نېټې ترمنځ نیمه شپه مرکز مزار شریف ته نېږدې پر دهدادي ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ چې افغان ځواکونو شنډ کړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر ادعا کړې وه چې د دوی وسله وال مزارشریف ښار ته ننوتي دي.
بل پلو د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري وايي چې د مرکز ایبک ښار له زندانه شاوخوا ۵۰۰ بندیان تښتېدلي دي.
د سمنګان امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
ټوکیو کې د اولمپېک سیالۍ پای ته ورسېدې
د جاپان په پلازمېنه ټوکیو کې د اولمپېک سیالۍ پای ته رسېدلې دي.
په دې نړیوالو لوبو کې امریکا پر لومړي مقام، چین پر دویم او کوربه جاپان پر درېیم نمبر راغلی دی.
امریکا د سرو زرو ۳۹ مېډالونه ګټلي، چین ۳۸ او جاپان ۲۷ ترلاسه کړي دي.
دا لوبې د جولای له ۲۳مې نېټې پیل شوې وې او د اګست پر اتمه پای ته ورسېدې.
ټاکل شوې وه چې دا لوبې په ۲۰۲۰ز کال کې شوې وای خو د کورونا وایرس جهاني وبا له کبله تر یو کال پورې وځنډېدې.
د جاپان د اولمپېک سیالیو کمېټۍ لومړی پرېکړه کړې وه چې محدود شمېر خلک به د سیالیو نندارې ته پرېږدي خو هلته د کورونا وایرس پېښو زیاتېدو له وجې یې د سیالیو له پرانیستغونډې څخه تر پای پورې لوبغالو ته د نندارچیانو پر ورتګ بندیز ولګاوه.
اولمپېک سیالۍ هر څلور کاله پس کېږي.
پاکستان افغان پلاوی د سفیر د لور تښتونې په اړه له پلټنو خبر کړ
په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله عليخېل د لور د تښتونې پېښې د څېړلو لپاره له کابله تللي پلاوي د پاکستان د ځينو امنيتي ادارو له چارواکو سره کتلي دي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اګست پر اتمه په يو بیان کې وويل چې دې پلاوي ته یې د شویو تحقیقاتو په اړه معلومات ورکړل او د څارګرو کیمرو ويډيوګانې یې ورته وښودې.
افغان چارواکي وايي، د افغان سفیر لور سلسله عليخېل د جولای پر ۱۶مه، نامعلومه کسانو په اسلام اباد کې تښتولې وه، ورباندې یې تشدد کړی وو او څو ساعته وروسته یې پر یوه سړک غورځولې وه.
خو د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې نوموړې نه وه تښتول شوې او دا د پاکستان بدنامولو سازش دی.
دې بيان افغان حکومت خفه کړی وو نو ځکه یې خپل سفير او نور لوړپوړي ډېپلوماټان د احتجاج په توګه له اسلام اباده کابل ته وربلل. خو تېره اوونۍ يې د دې مسلې د تحقیقاتو لپاره پاکستان ته يو پلاوی واستاوه.
د جولای پر ۱۷مه نېټه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره هوکړه وکړه چې د دې قضیې د ښه څېړلو لپاره یو افغان پلاوی اسلاماباد ته استوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي چې افغان پلاوي ته یې شواهد وښوول او ورته یې وویل چې د افغان سفارت شکایت له واقعیتونو سره سمون نه خوري.
افغان حکومت اسلام اباد ته د پلاوي د سفر د پایلو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان په تړاو لا څه نه دي ویلي.
مولانا فضل الرحمان د پاکستان جمهوري غورځنګ غونډه وربللې
د پاکستان جمهوري تحريک (پاکستان ډېموکریټېک موومېنټ یا پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د اګست په ۱۱مه یې په غورځنګ کې د شريکو ګوندونو د مشرانو غونډه وربللې ده.
مولانا فضل الرحمان د اګست پر اتمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې په غونډه کې به د تحريک انصاف حکومت د ختمولو لپاره پر نوو لارو چارو غور کېږي.
په پي ډي ايم کې د جمیعت علمای اسلام (ف) او مسلم ليګ (ن) په ګډون اووه ګوندونه شامل دي.
اپوزیشن ګوندونو د ۲۰۲۰ز کال د سېپټېمبر پر ۲۰ مه په اسلام اباد کې تر غونډې وروسته د پاکستان جمهوري غورځنګ په نوم د حکومت ضد اتحاد وکړ.
دوی تور پورې کوي چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د پوځ په ملاتړ په درغليو واکمن شوی دی. خو حکومت او پوځ دا ردوي. د انتخاباتو کمېشن هم په بیا بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال ټاکنې شفافې او منصفانه وې.
ترکیه کې په ټرافیکي پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي
د ترکیې د بالکېسېر ولایت د والي دفتر وايي چې په هغه هېواد کې د اګست پر اتمه د بس نړېدو په پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي او ۱۷ زخميان شوي دي.
ټی ار ټي ټېلېويژن وايي، بس واوښت او بیا له سړکه بهر پرېوت.
د پېښې علت نه دی څرګند او ژغورونکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي. د ګورنر دفتر ويلي چې ۱۱ کسان ځای په ځای مړه شوي او نورو په هسپتال کې ساه ورکړې ده.
په سمدستي توګه نور معلومات نه دې تر لاسه شوي.