د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهارۍ مېرمنې اوربند او سوله غواړي


مېرمنې وايي، د سولې په نوم د هغوی د لاس ته راوړنو قرباني نشي زغملی.
مېرمنې وايي، د سولې په نوم د هغوی د لاس ته راوړنو قرباني نشي زغملی.

د افغانستان په جلال اباد ښار کې یو شمېر ټولنیزې فعالې مېرمنې، د اکتوبر پر ۲۴مه، د ننګرهار ولایتي شورا مخته ورټولې شوې وې او له افغان حکومت او طالب استازو يې د تلپاتې سولې لپاره د اوربند غوښتنه کوله.


دوی په دواړو لورو غږ وکړ چې د ښځو د تېرو کلونو لاسته راوړنې دې د سولې قرباني نه کړي.


په دې موقع ټولنیزې فعالې مقدسې احمدزۍ په افغان دولت او طالب استازو غږ وکړ چې اوربند دې وکړي او داسې سوله دې راولي چې د ښځو د تېرو کلونو لاسته راوړنې په کې وساتل شي.
نوموړې وویل:

"نننۍ راټولېدنه مو په افغان دولت او طالبانو غږ دی چې د سولې پر وړاندې شته خنډونه له منځه يوسي او داسې یو توافق ته سره ورسېږي چې د باور فضا رامنځته شي، د دواړو لورو تر منځ اعتماد سازي وشي، افغان وژنه بنده کړي، جنګ بس کړي او دایمي اوربند ته دې لاره هواره کړي او تر څنګ دي د ښځو د تېرو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي."


د بي بي کوچۍ په نوم یوه ځوانه فعاله نجلۍ وايي، په جنګونو کې ډېره قرباني مېرمنې ورکوي. افغان دولت او طالب استازو ته په کار ده چې د کونډو او یتيمانو په خاطر اوربند ته غاړې کېږدي او تلپاتې سوله وکړي:

"حکومت او طالبان دې سره کېنې او د سولې په اړه دې خبرې وکړي. کونډې او یتیمان چې بې سرپرسته پاتې دي، د هغوی لپاره دې دایمي اوربند وکړي، که هاخوا دي او که دېخوا دي، ټول بې ګناه افغانان او مسلمان وژل کېږي. افغانان دې ته تږي دي چې سوله کې ژوند وکړي."

د زرغونې په نوم يوه کونډه چې د خپلو یتیمانو ماشومانو سرپرستي ورتر غاړې ده، تمه لري چې له دې وروسته يې اولادونه په سوله کې ژوند او تعلیم وکړي:

"زه خپله کونډه یم، یتیمان بچي مې پاتې دي، په جنګ کې ما خپل خاوند له لاسه ورکړ. طالبان او حکومت دواړه زموږ وروڼه دي، په خپلو منځو کې دې سوله وکړي. موږ سوله غواړو، موږ د سولې وږي او تږي یوو. زموږ د زړه ډېر غټ ارمان دی چې سوله راشي او بچي مو په سوله کې ژوند او تعلیم وکړي."

له کله نه چې د قطر پلازمینه دوحه کې د افغان دولت او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي، ورسره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جګړه توده شوې چې په جنګ کې د ښکېلو غاړو تر څنګ په کې ولسي وګړو ته هم ځاني او مالي زیانونه اوړي.

د افغان مذاکراتي ټيم او طالب استازو تر منځ د سولې لپاره خبرو د اجنډا په طرزالعمل بحثونه پیل شوي، لا هم د ځینو اختلافي موضوماتو پر سر د اجنډا په طرزالعمل جوړولو نه دي بریالي شوي.

XS
SM
MD
LG