د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي، خو خپل شرایط لري: اتمر


جینیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته د نړۍ د هېوادونو بیرغونه
جینیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته د نړۍ د هېوادونو بیرغونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي، خو خپل شرایط لري.

محمد حنیف اتمر وايي، نړۍ له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم او اوربند ته لار هواره کړي او د افغانستان د هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو اراده پکې موجوده وي.

محمد حنیف اتمر د ډېسېمبر پر ۱۴مه ولسي جرګې ته د جینیوا کنفرانس په اړه په خپلو خبرو کې وویل، نږدې ۹۰ هېوادونو و سازمانونو چې په دغه کنفرانس کې يې ګډون درلود خپلې مرستې د افغانستان په سوله پورې تړلې او ویلي یې دي چې له داسې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي چې ولسواکي پکې حاکمه وي او د بشر حقونه، د بیان ازادي او د ښځو حقونه پکې وپالل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر جنیوا کنفرانس ته د وینا پر مهال
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر جنیوا کنفرانس ته د وینا پر مهال

اتمر وویل: "دنیا به د هغې سولې ملاتړ وکړي چې نتیجه ‌یې د افغانستان د خلکو په ازادې ارادې باندې ولاړه وي، د افغانستان راتولونکې څوک ټاکي، هغه مذاکره چې د افغانستان د ملت ازاده اراده ده، دنیا غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو ازاده اراده به د سولې نتیجه تعیینوي، نور قوتونه به د دې حق ونه‌لري چې نتیجه تعیینه کړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دغه‌شان وویل چې د جینیوا کنفرانس ګډونوالو هېوادونو استازو ورته ویلي چې د سولې په اړه پرېکړه د افغانانو په لاس کې ده، خو د هرې پرېکړې نړیوال ملاتړ نه‌کوي، نو ځکه په خبره‌یې مهمه ده چې یوازې د سولې په پروسې نه، بلکې په هغې نتیجې چې ترې راوځي هم خبرې وشي.

د افغانستان لپاره د جینیوا دوه ورځنی کنفرانس د روانې ډېسېمبر میاشتې پر درېیمه نېټه جوړ شو چې هدف ‌یې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د نړۍ د مرستو راټولول ول او نړۍ له هغه هېواد سره د ۱۳،۲ میلیاردو (اربه) ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

خو په هغه کنفرانس کې د مالي مرستو ترڅنګ د افغانستان د سولې او راتلونکې په اړه هم پراخې خبرې او بحثونه وشول.

ولسي جرګې د ډېسېمبر پر ۱۴مه د دغه کنفرانس په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو او مالیې وزیران د معلوماتو ورکولو لپاره خپلې عمومي غونډې ته راغوښتي و.

د افغانستان د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل، نړۍ د جینیوا په کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام ملاتړ وکړ.

نوموړی دغه‌ شان وايي چې نړیوالو د افغانستان د سولې په خبرو کې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو په خوندیتوب هم ټینګار وکړ چې ولسواکي، د قانون حاکمیت، د بیان ازادي، د بشر حقونه، د ښځو حقونه، د خدمتونو وړاندې کول او بنسټیز اقتصادي پرمختګ په‌کې شامل دي.

د افغانستان د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال په جینیوا کنفرانس کې د ګډون پر مهال
د افغانستان د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال په جینیوا کنفرانس کې د ګډون پر مهال

ارغندیوال زیاتوي: "له اختلاف پرته ټولو کسانو چې خبرې وکړې، د افغانستان اسلامي جمهوري نظام‌ یې ملاتړ وکړ، راتلونکی کوم نظام چې باید په افغانستان کې وي د افغانستان اسلامي جمهوري نظام به وي."

د افغانستان د سولې او راتلونکې په اړه د افغانستان د کابینې دوه مهم وزیران چې د جینیوا په کنفرانس کې یې ګډون درلود په داسې حال کې د نړیوالو د لیدلوري او نظرونو په اړه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې د ډېسېمبر پر ۱۵مه په قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوی د سولې د خبرو په اجنډا د مشورې لپاره کابل ته ورشي چې د دغو څرګندونو یو شمېر مهم ټکي هم پکې شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG