د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر کې دې ښځې هم مخکښ رول ولري: یوناما


پکتیا کې د سولې، اوربند او د جګړې د پای ته رسېدو په ملاتړ او غوښتنه یو شمېر راټولې شوې ښځې
پکتیا کې د سولې، اوربند او د جګړې د پای ته رسېدو په ملاتړ او غوښتنه یو شمېر راټولې شوې ښځې

په افغانستان کې سږ کال د مارچ اتمه (د ښځو پیوستون نړیواله ورځ) داسې مهال لمانځل کېږي چې تر بل هر وخت، د سولې په خبرو کې د ښځو د ونډې او ترڅنګ ‌یې د دوی د لاسته راوړنو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې مطرح کېږي.

ملګري ملتونو هم سږکال د مارچ د اتمې په مناسبت د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو ونډ‌ې د زیاتېدو غوښتنه کړې.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د سولې په روان بهیر کې باید ښځې په هره برخه کې مخکښ رول ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوې اعلامیه کې چې د مارچ د اتمې یا د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت‌یې خپره کړې لیکلي، د سولې روانې خبرې د ښځو لپاره یو فرصت دی چې دوی په‌کې خپله وړتیا وښيي.

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې دیبرا لاینز له قوله لیکل شوي "د سولې روانو خبرو پیاوړې افغان ښځې رامخ‌ته کړي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت استازیتوب او د خپلې ټولنې د شخړې د سوله‌ییز حل ملاتړ وکړي."

په دې اعلامیه کي زیاته شوې، افغانستان به هغه مهال د هر ناورین پر وړاندې لا ډېر ودرېږي چې د پرېکړه کولو په هر ډګر کې ښځې له نارینه‌وو سره اوږه په اوږه ودرېږي.

بل لور ته د افغان ښځو د ملاتړ د سفیرانو ګروپ هم په یوه اعلامیه کې چې د ښځو پیوستون د نړیوالې ورځې په تړاو یې خپره کړې، د سولې په برخه کې د افغان ښځو د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

دې ګروپ زیاته کړې"تل‌پاتې سوله په سیاسي ډګر، حکومتوالۍ، د بنسټونو په رغونه، د قانون حاکمیت، امنیتي سکټور او د بیارغونې په برخه کې د ښځو په انډولیزه او اغېزمنه ګډون پورې اړه لري او ښځې کولای شي چې د سولې په خبرو او د اجماع په جوړولو کې ستر رول ولوبوي."

د افغان ښځو د ملاتړ د سفیرانو ګروپ د ښځینه فعالانو وژنه غندلې، تر خوا یې د اوربند او د تاوتریخوالي د پای په اړه د ښځو له دریځ هم کلک ملاتړ اعلان کړی او دا یې د ټولو افغانانو غوښتنه بللې ده.

د افغانستان ښځو د ملاتړ د سفیرانو ګروپ په کابل کې د بهرنیو هېوادونو له لوړپوړو استازو جوړ دی چې په‌کې استرالیا، ډنمارک، کاناډا،اروپايي ټولنه، هالنډ، ترکیه، بریتانیا، ملګري ملتونه، امریکا او د اغاخان پراختیايي شبکه شامله ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون که له یوې خوا په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د ښځو لاسته راوړنې مهمې ګڼي، خو اوس‌مهال یې له ننګونو سره مخ بولي.

د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د دوشنبې په ورځ په کابل کې د مارچ د اتمې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې، د دې لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره د سولې په ټوله پروسه او د پرېکړو په برخه کې د ښځو په پراخې ونډې ټینګار وکړ.

اغلې اکبر وايي: "یو څه چې ډېر مهم دي، هغه دا چې د ښځو نظر دې یوازې د ښځو اړوند وانه‌ورېدل شي، ځکه چې ټول مسایل د ښځو اړوند دي. اقتصاد، سیاست، د نظام څرنګوالی، د اوربند څرنګوالی، د وسله‌والو د ادغام څرنګوالی او نور دا ټول هغه ټکي دي چې د ښځو په ژوند اغېز لري."

مېرمن اکبر که څه هم تېر میلادي کال د ښځو لپاره له ستونزو ډک بولي، خو د روان ۲۰۲۱ پیل هم خونړی ګڼي چې په خبره‌یې تر اوسه په‌کې ۶ فعالې ښځې وژل شوې دي.

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون مشره شهرزاد اکبر
د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره د تاوتریخوالي پای، اوربند او تل‌پاتې سوله لومړیتوب ګڼي، داسې سوله چې په خبره‌یې د ټولو ښځو نظرونه په‌کې واورېدل شي.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت هم د دې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې په ټولو برخو کې د ښځو د پراخې ونډې او ګډون هرکلی او ترې ملاتړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د سولې په خبرو کې د ښځو پر ونډې د ټینګار ترڅنګ وايي، هغه سوله تل‌پاتې ده چې په‌کې د ښځو ټولې لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

XS
SM
MD
LG