د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران او نړیوال قدرتونه د اټومي تړون په اړه غونډه کوي


د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان غونډه. ارشیف-انځور
د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان غونډه. ارشیف-انځور

ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو استازي به د اپرېل پر شپږمه له ایران سره د اټومي تړون په اړه په ویانا کې غونډه کوي.

اروپايي ټولنې په یوه بیان کې ویلي دا پرېکړه د اپرېل پر دوهمه نېټه د غو استازو په ان لاین یا د انټرنېټ پرلیکه غونډه کې کړې ده.

بیان زیاتوي چې ایران او په دې تړون کې شامل هیوادونه دې ته تیار دي چې تړون ته د امریکا د بیرته راتګ هرکلی وکړي.

د ایران سرکاری رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر عباس عراقچي له خولې ویلي چې دې تړون ته د امریکا ستنېدل، هیڅ خبرو اترو ته ضرورت نه لري.

ده ویلي چې د دې لپاره لاره ډېره څرګنده ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اشاره ورکړې چې دی د دې تړون بیا ژوندي کولو ته تیار دی خو د هغه اداره ټینګار کوي چې ایران باید لومړی خپلو اټومي ژمنو ته ستون شي.

ایران په دې ژمنو کې زیاتره د امریکا د بندیزونو په غبرګون کې ځنډولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG