د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر تهران ته رسیدلی دی.


د ایران حکومتي رسنیو راپور ورکړی چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي تهران ته رسیدلی دی. (عکس: ارشیف)
د ایران حکومتي رسنیو راپور ورکړی چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي تهران ته رسیدلی دی. (عکس: ارشیف)

د ایران حکومتي رسنیو راپور ورکړی چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي تهران ته رسیدلی دی.

ایراني رسنیو ویلي، ګروسي به د دغه سفر پر مهال د ایران د ملکي اټومي انرژۍ له مشر علي اکبرصالحي او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې کې د ایران له استازي کاظم غریب ابادي او ځينې نورو چارواکو سره هم ملاقاتونه کوي.

ګروسي دا سفر په داسې مهال کوي چې ايران خبرداری ورکړی وو چې که پر دوی په ۲۰۱۸ز کال کې لګول شوي بندیزونه لرې نه کړل شو نو هېواد به یې د فبرورۍ ۲۱مې نه اټومي بټیو ته د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې لنډمهاله پلټنه او څارنه بنده کړي.

ايران او شپږو نړيوالو قدرتونو په ۲۰۱۵ز کال کې يو مهم اټومي تړون لاسليک کړی وو چې ورسره سم به د اورانییمو غني کولو محدودولو په بدل کې یې پر ایران بندیزونه نرمېدل.

خو د امریکا مخکینی ولسمشر ډانلډ ټرمپ ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټومي تړونه ووت او پر دغه هېواد یې بیرته اقتصادي بندیزونه ولګول.

د ولسمشر جوبايډن اداره دغه تړون ته د بیرته ورګرځېدو لپاره لارې لټوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG