اروپايي ټولنه وايي، ایران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو یوه ډله نن(د اپرېل پر دویمه نېټه) د ۲۰۱۵ز کال په اټومي موافقه کې د امریکا د بیا ورشاملولو پر امکاناتو انلاین غونډه کوي.
واشنګټن د دې اقدام هرکلی کړی او وايي، په اټومي موافقه کې د ورشاملېدو لپاره ګډو اقداماتو ته تیار دی.
اروپايي ټولنې د اپرېل پر لومړۍ نېټه په بیان کې ویلي، د نن ورځې په انلاین غونډه کې د موافقې د ټولو خواوو یعنې چین، فرانسې، جرمني، روسیې، برتانیې او ایران استازي ګډون کوي.
بیان وايي، د غونډې ګډونوال به په تاریخي موافقې ((د امریکا د بیا ورګډېدو پر امکاناتو)) او د ټولو خواوو له لوري په بشپړ او موثره ډول د موافقې ((د عملي کولو)) پر څرنګوالي بحث وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بېګا (د اپرېل پر لومړۍ) د غونډې د اعلان هرکلی وکړ.
د امریکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې له موافقې څخه د واشنګټن د ایستلو اعلان وکړ او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول چې له کبله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا لا زیاته شوه.