د لاسرسي ځای

تازه خبر

اټومي تړون ته د ستنېدو لومړی ګام دې امریکا واخلي: ایران


په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازی اسماعیل بقايي هامانه
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازی اسماعیل بقايي هامانه

ایران ویلي دي چې امریکا باید د تهران او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ز کال د اټومي موافقې د خوندي کولو لپاره لومړي اقدامات وکړي.

دا خبره د ملګرو ملتونو لپاره د ایران استازي اسماعیل بقایي هامانه پرون (د فبرورۍ ۲۴مه) په جینیوا کې د بې وسلې کولو په اړه د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوې غونډې ته کړې ده.

تر دې یوه ورځ مخکې ایران په رسمي ډول د خپلو اټومي تاسیساتو نړیوال تفتیشونه محدودول پیل کړل چې د اقتصادي بندیزونو لیرې کولو او موافقې بیا پر ځای کولو لپاره پر واشنګټن او اروپايي هیوادونو فشار راولي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت په ۲۰۱۸ز له هغې موافقې ووت چې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو په بدل کې یې پر تهران زیاتره نړیوال بندیزونه ختم کړل.

اوس د ولسمشر جو بایډن حکومت د ټرمپ د پرېکړې د لغوه کولو په لټه کې دی خو د ایران له لوري د موافقې سرغړونه او د نړیوالو څارنو محدودول د دې کار د مشکلاتو ښکارندويي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG