ایران پلان لري چې د فېبرورۍ له ۲۳مې وروسته د ملګرو ملتونو اټومي ایجنسۍ له پلټونکو سره خپله همکاري راکمه کړي.
په ویانا کې میشتې ایجنسۍ د فېبروري پر۱۶مه وویل چې تهران ورته د فېبرورۍ پر ۱۵مه خبر ورکړی دی چې د ۲۰۱۵ز کال د اټومي لوظنامې لاندې به په خپله خوښه د شفافیت اقدامات پلي کول ودروي.
په دې کې هغه اضافي پروتوکول هم شامل دی کوم چې د نړیوالې اټومي ایجنسۍ (IAEA ) پلټونکو ته اجازه ورکوي چې په لنډه خبرتیا کې په ایران کې نااعلان شوي ځایونه وګوري.
یو ویاند ویلي چې د ایجنسۍ مشر رافیل ګروسي ایران ته د سفر وړاندیز کړی دی ترڅو د ادارې د تاییدي کار جاري ساتلو لپاره د دوه اړخیز موافقې د لارې یو حل راوباسي.
د اټومي ایجنسۍ لپاره د ایران استازي د فېبرورۍ پر ۱۵مه اعلان وکړ چې تهران دغه اداره د خپل پلان نه خبر کې ده.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې له تړونه د وتلو اعلان وکړ او په ایران یې بیا بندیزونه عملي کړل.
په ځواب کې تهران هم ورو ورو د تړون ځینې برخې ماتې کړې.
د امریکا نوي انتظامیې لوظنامې ته بیرته راستنېدو ته لیوالتیا ښودلې مګر ټینګار یې کړی چې ایران دې لومړی د لوظنامې بشپړ اطاعت ته غاړه کېږدي.
تهران هر ډول شرطونه رد کړي دي او په سمدستي توګه د بندیزونو لیرې کولو غوښتنه کوي.