د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي، د یورانیمو غني کولو پلان لري


ایران د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ( ای اې اي اې) ته خبر ورکړی چې په فارداو ځمکلاندې مرکز کې تر ۲۰ فیصده د یورانیمو د غني کولو پلان لري.

دا تر هغې اندازې د یورانیمو د غني کولو زیاته کچه ده چې په نړیواله اټومي موافقه کې یې تهران ژمنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار وییینا مېشتې ادارې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وویل چې ایران ورته په یو لیک کې د خپل پلان خبر ورکړ.

د ایران اټومي بټۍ یوه برخه.
د ایران اټومي بټۍ یوه برخه.

ادارې په بیان کې وویل چې د ډېسېمبر پر ۳۱مه دوی ته په ورکړل شوي لیک کې البته دا نه دي ویل شوي چې د یورانیمو د غني کېدو کار به کله پېلوي.

د ایران او شپږو طاقتورو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ز کال د اټومي موافقې له مخې تهران یورانیم یوازې ۳،۶۷ فیصده پورې غني کولای شي خو اوس مهال یې دا اندازه په سلو کې ۴،۵ ته لوړه کړې ده.

خو دا اندازه د اټومي وسلو د جوړولو لپاره له نوي فیصده هغې نه کمه ده.

امریکا په ۲۰۱۸ز کې د ۲۰۱۵ز کال له اټومي موافقې ووتله او پر تهران یې بندیزونه و لګول چې د هغې راپدېخوا ایران په ورو ورو د دغه تړون پر خپلو ژمنو عمل کم کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG