د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو برما کې پر مظاهره چیانو تاوتریخوالی غندلی


د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه. ارشیف- انځور
د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه. ارشیف- انځور

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په یوه خوله په برما کې د سوله ییزو مظاهره چیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د سلګونه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سخته غندنه کړې ده.

چین البته د برما په اړه د اپرېل د لومړۍ نېټې بیان د موثریت کمولو هڅه وکړه.

په بیان کې راغلي چې د امنیت شورا غړي په برما کې په چټکۍ خرابېدونکي وضعیت اندېښمن کړي او د سوله ییزو احتجاج کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ښځو او ماشومانو په ګډون د سلګونه ملکي وګړو د مړینو سخته غندنه کوي.

په برما کې د پوځي کودتا پرضد مطاهرې
په برما کې د پوځي کودتا پرضد مطاهرې

ډېپلوماټانو پر دې موضوع تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته وویل، غربي هېوادونو غوښتل چې په بیان کې د ممکنه نورو اقداماتو اشاره هم ورکړي چې اکثر یې د بندیزونو معنا لري.

خو چین چې د برما ګاونډی او نېږدی ملګری هېواد دی، د دې خبرې د ذکر کولو مخه یې ونیوله.

دوی وايي، بیجنګ همداراز غوښتنه وکړه چې په بیان کې دې د سلګونه ملکي وګړو د وژنې پر ځای د ((مړینو)) لفظ وکارول شي.

ډېپلوماټان زیاتوي، روسیې هم څو ځلې د بیان د متن مخنیوی وکړ ځکه چې مسکو غوښتل پکې یوه جمله د امنیتي ځواکونو د سرتېرو د مړینو د غندنې هم شامله کړي.

په برما کې د فبرورۍ پر لومړۍ له کودتا راهیسې، د امنیت شورا غړو درې متفقه بیانونه خپاره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په برما کې د فېبرورۍ مياشتې له پوځي کودتا وروسته په لومړيو دوو مياشتو کې لږ تر لږه ۵۲۱ کودتا ضد مظاهرچيان وژل شوي او تر ۲۶۰۰ زيات زنداني کړل شوي دي.

د پوځي کودتا خلاف او د ولسي حکومت د بيا بحالۍ لپاره د برما په بېلا بېلو ښارونو کې هره ورځ مظاهرې کېږي.

برما: د پوځي کودتا دوه مياشتو کې تر ۵۰۰ زيات کسان وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:34 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG