د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر جوبایډن په برما کې د پوځ له خوا د خلکو وژل غندلي


ولسمشر جوبایډن د مارچ پر ۲۸مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د رارسیدليو مالوماتو له مخې د دومره خلکو وژنه یو غير ضروري، ويرونکی او وحشيانه عمل دی.
ولسمشر جوبایډن د مارچ پر ۲۸مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د رارسیدليو مالوماتو له مخې د دومره خلکو وژنه یو غير ضروري، ويرونکی او وحشيانه عمل دی.

د امریکا ولسمشر جو بايډن په برما کې د پوځ لخوا د طاقت کارولو او لږ تر لږه ۹۰ کسانو د وژنې غندنه کړې ده.

ولسمشر جوبایډن د مارچ پر ۲۸مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د رارسیدليو مالوماتو له مخې د دومره خلکو وژنه یو غير ضروري، ويرونکی او وحشيانه عمل دی.

بلخوا اروپايي ټولنې هم د دې تشدد غندنه کړې او دا يې د نه منلو وړ عمل بللی دی.

دا غبرګون له هغه وروسته ده چې د مارچ په ۲۷مه د دولسو هيوادونو پوځي مشرانو په يوه ګډه اعلاميه کې د برما د پوځ لخوا د طاقت کارولو غندنه وکړه.

دوی ویلي وو چې د برما پوځ د خپل ولس په وړاندې باور له لاسه ورکړې

په اعلاميه کې د برما پر پوځ غږ شوی وو چې تشدد بند کړي او د خپل عمل له وجې يې د ولس پر وړاندې کوم احترام او باور بايللی د هغې د بیا بحالۍ لپاره کار وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې په برما کې امنيتي ځواکونو د مارچ په ۲۷مه ۹۱ کسان وژلي دي. ځينو سرچينو د مړو شمېر له سلو ډېر ښودلی دی.

دا د دې هېواد د پوځ له خوا د فرورۍ په لومړۍ نېټه، ترکودتا وروسته د روانو مظاهره پر ضد د شوې

کاروايي تر ټولو خونړۍ ورځ وه. په همدغه ورځ د برما پوځ د امنيتي ځواکونو نړيواله ورځ هم لمانځلي.
اروپايي هېوادونو، امريکا او ملګرو ملتونو پر دې وژنو سخته غصه او خفګان ښودلی دی.

ملګرو ملتونو ويلي چې دوی ته د رسېدلو راپورونو ترمخه، د برما په ۴۰ ښارونو کې په سلګونو کسان زخميان شوي او ګڼ نور نيول شوي هم دي.

پوځ د فرورۍ په سر کې د آنګ سان سوچي حکومت ختم کړی وو چې له وجې يې خلکو د ولسي حکومت د بيا بحالۍ لپاره مظاهرې پېل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG