د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برما کې پر مظاهره چیانو تشدد د منلو وړ نه دی:ګوتېرش


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش. ارشیف- انځور
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش. ارشیف- انځور

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش وايي په برما کې د پوځي کودتا په خلاف پر راوتلو احتجاج کوونکو، تشدد د منلو وړ نه دی.

د مارچ پر ۲۹مه ګوتېرش د برما پر پوځي حکمرانې ډلې د فشار اچولو لپاره د ګډ نړيوال اقدام غږ وکړ. دا وروسته له هغو ده چې د اوونۍ په اخره کې د څه باندې ۱۰۰ جمهوري پلوه مظاهرچيانو وژنه د ده په خبره ((په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده.))

د مارچ پر ۲۹مه وختي د برما په رنګون کې د امنيتي ځواکونو لخوا د يو سړي د وژلو رپورټ ورکړل شو. په همدې ورځ په زرګونه خلک وروسته له هغو بېرته د ښارونو او ښارګوټو کوڅو ته د مظاهرو لپاره راووتل چې تر دې دوه ورځې مخکې له پوځي کودتا راپدويخوا تر ټولو زياته خونړۍ ورځ وه. د مارچ په ۲۷مه تر سلو زیات کسان وژل شوي وو.

ګوتېرش خبري غونډې ته ويلي: "موږ ته د فشا راوړلو لپاره له نړيوالې ټولنې د لا نور متحد کېدو او د لا نورې ژمنتيا اړتيا ده."

د سياسي بندیانو د وکالت کونکې ډلې مرسته کونکي سازمان له مخې په برما کې د فرورۍ په لومړۍ نېټې وروسته تر دې دمه ۴۶۰ ولسي وګړي وژل شوي دي. پوځ په دغه کودتا کې د آنګ سان سوچي منتخب حکومت ختم کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG