د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ د ۱۲ هیوادونو پوځي مشرانو د برما د پوځ غندنه وکړه


 په برما کې امنيتي ځواکونو د مارچ په ۲۷مه ۹۱ کسان وژلي دي. ځينو سرچينو د مړو شمېر له سلو ډېر ښودلی دی.
 په برما کې امنيتي ځواکونو د مارچ په ۲۷مه ۹۱ کسان وژلي دي. ځينو سرچينو د مړو شمېر له سلو ډېر ښودلی دی.

د نړۍ د دولسو هيوادونو پوځي مشرانو په يوه ګډه اعلاميه کې د برما د پوځ له خوا پر احتجاج کوونکیو د طاقت د استمعال غندنه کړې ده.

د امریکا او ناټو سازمان يو شمیر هيوادونو تر څنګ د جاپان ، نيوزي لينډ ، جنوبي کوریا ، او اسټراليا پوځي مشرانو هم پر خپره شوې دې ګډه اعلامیه لاس ليک کړی دی.

دوی ويلي چې د برما پوځ د ولس باور له لاسه ورکړی دی.

فرانس پریس اژانس په اعلامیه کې د یو چارواکي په حواله وايي چې مسلکي پوځ د نړيوال معیار مطابق برخورد کوي او د خپل ولس د حفاظت ذمه واري لري او داسې نه چې د کوم ولس خدمت کوي هغوي ته زیان رسوي.

بلخوا رویټرز خبري اژانس د دې اعلاميې په حواله وايي چې د تش لاسي ولس پرضد د خطرناکه ځواک استمعالولو هم غندنه شوې ده.

دا له هغه وروسته ده چې په برما کې امنيتي ځواکونو د مارچ په ۲۷مه ۹۱ کسان وژلي دي. ځينو سرچينو د مړو شمېر له سلو ډېر ښودلی دی.

دا د دې هېواد د پوځ له خوا د فرورۍ په لومړۍ نېټه، ترکودتا وروسته د روانو مظاهره پر ضد د شوې

کاروايي تر ټولو خونړۍ ورځ وه. په همدغه ورځ د برما پوځ د امنيتي ځواکونو نړيواله ورځ هم لمانځلي.
اروپايي هېوادونو، امريکا او ملګرو ملتونو پر دې وژنو سخته غصه او خفګان ښودلی دی.

ملګرو ملتونو ويلي چې دوی ته د رسېدلو راپورونو ترمخه، د برما په ۴۰ ښارونو کې په سلګونو کسان زخميان شوي او ګڼ نور نيول شوي هم دي.

پوځ د فرورۍ په سر کې د آنګ سان سوچي حکومت ختم کړی وو چې له وجې يې خلکو د ولسي حکومت د بيا بحالۍ لپاره مظاهرې پېل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG