د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا له برما څخه د خپل سفارت ځينو کسانو ته د وتلو امر کړی


مظاهرينو ټیرونو ته اور اچولی
مظاهرينو ټیرونو ته اور اچولی

په داسې حال کې چې په برما کې د مظاهره چیانو پر ضد د پوځ له خوا د تشدد پیښې په ډیریدو دي، امریکا په برما کې د خپل سفارت غیرمهم سفارتي عملې او د هغوي خاندانونو ته د وتلو حکم ورکړی دی.

د امریکې بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۳۰ مه په یو بیان کې وویل چې د کوویډ ۱۹ او په ځینو سیمو کې د ولسي بیقرارۍ او تشدد له کبله سفارتي عملې ته د برما د پریښودو ویل شوي دي.

په برما کې پوځ د فرورۍ په لومړۍ نېټه د یوې کودتا له لارې د انګ سان سوچي حکومت لیرې کړ چې ورپسې د ولس له خوا د پراخو مظاهرو لړۍ پیل شوه. پوځي چارواکیو انګ سان سوچي او د هغې د ګوند نور مشران هم نیولي دي.

د بشري حقونو د څار د یوې ادارې د شمیرو تر مخه تر اوسه د پوځ پر ضد په دې احتجاجي مظاهرو کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژل شوي دي. تیره اونۍ د برما په بیلا بیلو برخو کې د پوځي سرتیرو له خوا په مظاهره چیانو د تشدد په پیښو کې ۱۰۰ مظاهره چیان په يوه ورځ وژل شوي وو.

امریکا ، اروپايي ټولنې او نورو یو شمیر هیوادونو په برما کې د روان تشدد غندنه کړې ده خو د نړیوالو نیوکو او مغربي هیوادونو له خوا د بندیزونو باوجود د تشدد لړۍ دوام لري.

پوځ تور پوری کوي ، چې انګ سان سوچي د تیر نومبر ټاکنې په درغلۍ ګټلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG