د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولیس حوالات کې د مړ شوي شاه زیب کورنۍ انصاف غواړي


شازیب د پولیسو په حوالات کې مړ وموندل شو. ۲۰۲۱، ۲۳ مارچ
شازیب د پولیسو په حوالات کې مړ وموندل شو. ۲۰۲۱، ۲۳ مارچ

د پیښور په یوه حوالات کې د مارچ پر ۱۴مه نېټه په مرموز ډول د مړه شوي ۱۴ کلن شاه زیب له کورنۍ سره د لاسنیوي او غمرازۍ لپاره لاهم خلک ورروان دي.

د پېښې په ورځ پولیسو ویلي ول چې له شاه زیب سره د موټرسایکل کاغذونه نه ول، دوی ونیولی او حوالات ته یې واچولی. د پولیس د بیان له مخې نوموړي تر دې وړاندې په صدر بازار کې له یوه دکاندار سره جنګ کړی وو او له کوره یې په هغه پسې توپنچه وړې وه. پر دې مهال دکاندارانو شازیب ونیولی او پولیسو ته یې وسپارلی.

د شازیب لپاره لاسنیوی او غمرازي کېږي
د شازیب لپاره لاسنیوی او غمرازي کېږي

پولیس زیاتوي کله چې یې دی په حوالاتو کې بند کړ نو هلته یې خپلځان ته زندۍ اچولې خو د شازیب کورنۍ وايي، هغه خپلځان نه دی زندۍ کړی بلکې وژل شوی دی.

د شاه زیب پلار خیال اکبر له ډېرې مودې راهیسې په عربستان کې مزدورۍ کولې خو د کورونا وبا له لاسه له څه مودې راهیسې سفري بندیزونو پر کور کړی دی.

خیال اکبر او د ده کورنۍ د خیبر ضلعې د کجورۍله بره کمبرخېلو شپږ کاله وړاندې کډه کړې او د پېښور ملازو چوک په خوا کې پلوڅۍ ته وتلي لار باندې په یو کلیواله سیمه کې د کرایې په کور کې اوسي.

د مارچ پر ۱۶مه نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې خیال اکبر ویلي ول چې د ده د زوی د مرګ دې پوره پوره پلټنې وشي او زمه وارو ته دې سزا ورکړل شي.

خیال اکبر وویل، له تاڼې ورته پولیسو ټیلیفون وکړ چې راشه دا ماشوم (شاه زیب) بوځه. او له هغه سره یوه موټرسایکل دی د هغه کاغذونه به هم درسره راؤړې.

دی زیاتوي: (تاڼې ته چې ولاړم، دوې ګنټې هاخوا دېخوا وګرځیدو. بیا راته یو چا وویل چې دلته یو څوک له پولیسو سره مړ شوی دی او ځان یې وژلې. خو زما بیا هم دا سوچ نه و چې شاه زیب به مړ شوی وی، زما سوچ و چې بل څوک به وي، خو لږ وخت پس ما ته شک شو چې دا مړ شوی تن شاه زیب خو به نه وي. بیا ما موږ وکتل چې شاه زیب دننه په کمره ( د پولیسو د تاڼی کوټه) کې پروت وو، سر یې شلېدلی وو، دا لاسونه یې داسې زخمي ول، سور شین (مړ وجود) یې وو، خو پته نه لګېږي او سوچ هم نه شم کولی چې دا څه وو.)

د شازیب ښوونځی
د شازیب ښوونځی

شاه زیب په رسین سکول سسټم کې سبق ویلو، چې په ورڅک روډ جوړ دی اود دوی له کوره څه شپږ کلومیټره لیرې دی. د سکول په دروازه ولاړ څوکیدار وویل، د کرونا له وجې ماشومان په رخصت دي، البته زنانه پرنسپله روبینه شاهین سکول کې موجوده ده.

له مشال راډيو سره په خبرو کې روبینه شاهین وویل چې شاه زیب به په وړوکې خبره هم وېرېدو، ډېر معصومه وو، کله هم هغه له یوچا سره جنګ نه وو کړی او نه یې ورسره ترخې خبرې کړې وې.

د شازیب د سکول پرنسیپله روبینه شاهین
د شازیب د سکول پرنسیپله روبینه شاهین

روبینه شاهین زیاتوي: (زه خو ډېره حیرانه یم ځکه چې دا افواه ګانې خورېږي، چې له شاه زیب سره وسله وه.)

صدر بازار پیښور کې شفیع مارکېټ کې سیکورټی عمله ولاړه وي، په خلقو نظر هم ساتي او کوشش کوي چې مارکېټ ته کوم ګاډې دننه نه شي، چې کومه لانجه جوړه نه شي او لارې هم بندې نه شي.

شفیع مارکېټ او لیاقت بازار له یو بل سره تړلي دي. ویل کېږي چې شاه زیب د لیاقت بازار له یوه دکاندار سره جګړه کړی وه.

مشال راډیو چې له دکاندارانو وپوښتل چې دوی د جګړی په وخت موجود وو؟ نو هر یوه ویل نه، ځکه دغه د اتوار ورځ وه او دوی چټي وي او مارکېټ مکمل بند وي، البته سیکیورټي عمله هر وخت او هره ورځ موجوده وي.

د کهلونو هغه پلورنځی چې شازیب ورسره جنجال کړی وو
د کهلونو هغه پلورنځی چې شازیب ورسره جنجال کړی وو

شاه زیب چې کوم دکان کې جګړه کړی وه، هغه د پیښور اوسېدونکي اعجاز احمد دی. دی ۲۲ کلن ځوان دی او تر اووم ټولګي پورې یې سبق ویلی دی. نن سبا هم دغه دکان کې د ماشومانو د لوبو شیان خرڅوي. اعجاز احمد، د هغه پلار او ورور له مشال راډیو سره خبرې نه کولې، د دوی په وینا چې له خبرو نه منع کړل شوي دي خو دا یې نه وویل چې چا منع کړي دي.

د لیاقت بازار د دکاندارانو اتحادیی مشر شوکت الله همدرد چې د کتابونو خرڅولو یو لوی دکان لري، له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، شازیب چې دلته راغلو نو تمانچه ورسره وه. دا د موټرسایکل یا کاغدونو خبره نه وه، خبره داسې وه چې د پنځلسو زرو روپو کهلونا(د لوبو توکي) ول، خو په نهه زره روپۍ یې له دوی (دکاندار) سره خلاصه کړه.

د کتابونو پلورونکی شوکت الله همدرد
د کتابونو پلورونکی شوکت الله همدرد

همدرد زیاتوی که څه هم د شازیب او دکاندار ترمنځ پېښه د اتوار پر ورځ رامنځ ته شوې وه او دی په دغه ورځ چټي وو خو دکاندارانو ورته ویلي چې شازیب یو داسې حرکت (نامالوم) وکړ چې دوی ونیولی او پولیسو ته یې وسپارلی.

مشال ریډیو کوشش وکړو چې د پولیسو تاڼې ته ورشي خو هغوی خبرو کولو ته تیار نه شو البته د پیښور ضلعی د پولیسو مشر عباس احسن راته د کړیو پوښتنو ځوابونه وویل: (زموږ (پولیس محکمه) سیکیوریټی کېمرې په حوالات کې، د اېس اېچ او په دفتر کې او په انتظارګاه کې لګیدلي دي، هغه کې موږ وکتل، داسې کومه رسۍ/پړۍ یا تېزندۍ نه وه او نه ورله له بهره چا څه شی ورکړی وو. دا خو هغه (شاه زیب) له خپلو جامو نه کومه ټوټه اخیستې وه او د هغی نه یې رسۍ یا پړۍ جوړ کړی وو چې ځان یې پکې ځوړند کړی وو. عدالتی پلټنی روانی دي، هغی کې به دا ټولې خبرې برسېره کېږي. یو خو دا کم عمره هلک وو، هغه شان چلند ورسره نه دی شوی، دی کې د چا غلطی وه، باید کوم رقم چلند ورسره شوی وی.)

په خیبر پښتونخوا کې په موجوده وخت کې درې-نیم سوه کم -عمره ماشومان په بیلا بیلو جیلونو کې پراته دي، چې پکې یوه کم عمره جینۍ هم ده.

د ماشومانو د حقونو د پاره کار کؤنکې او د جنرل ډویلپمنټ پاکستان یو صوبایی مشر عمران ټکر مشال ریډیو ته وویل، د ماشومانو لپاره د انصاف نظام (جوینائیل جسټس سسټم) لاندی ماشوم به هېڅکله حوالات یا جیل ته نه ځي، خو دلته تر دې دمه د ګرفتاره ماشوم د ساتلو لپاره یوه اداره هم نه ده جوړه شوي.

نوموړی زیاتوي: (قانون دا وایي چې کمعمره نجونه او هلکان به په څار ځایونو (ابزرویشن هوم) کې ساتل کېږي. که دا نه وي نو دی به پروبیشن افیسر ( د قانون لخوا ټاکلې شوی سرکاری افیسر) ته سپارل کېږي. او که دا هم نه وي نو بیا یی په ټولنه کې یوه بااعتماده تن ته سپاري، زه دا وایم چې د دی زمه واره یو خو پولیس محکمه ده او بل صوبایي حکومت دی، ځکه چې د څار ځایونو (ابزرویشن هوم) جوړول د صوبایی حکومت زمه واری ده.)

د مارچ په نولسمه د شاه زیب کور مخی ته تر لوی لګېدلي تامبو لاندې خلک ناست ول د کورنۍ ځوانانو به زیاتره مېلمنو ته د هغوی په خواهش د شاه زیب هغه تصویرونه ښودل، چې ده په تیرا، باړه یا نورو ځایونو کې کښلي ول. هم دغلته ناست سپین ږیرې حاجی جان اکبر چې د شاه زیب نیکه دی ویل چې دوی د شاه زیب په کېس کې په عدالتی کمیشن اعتبار شته، ممکنه ده زمه واره تنان معلوم کړي.

XS
SM
MD
LG