د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اویس خان په مرګ ټول شوډاګ ویر کوي


د اسلامیه کالج د دولسم ټولګي زده کوونکی اویس خان د دسمبر پر ۷مه نېټه ناڅرګندو کسان وواژه
د اسلامیه کالج د دولسم ټولګي زده کوونکی اویس خان د دسمبر پر ۷مه نېټه ناڅرګندو کسان وواژه

د چارسدې اویس خان د پېښور په اسلامیه کالج کې د دولسم ټولګي زده کوونکی وو، هغه به خپلې مورکۍ ته ویل چې ایروناټیکل انجنیر به جوړېږي.

دی چې به کله خپل کلي شوډاګ ته تلی نو زیات وخت به یې په خپله کوټه کې له خپلو کتابونو سره تېرولی. خو دا ځل چې یې د کورونا وبا په ټولبند کې کالج او هاسټل بند شول نو خپل کلي ته ستنېدل یې د ژوند وروستی سفر شو. د هغه په مړینه یې ټول کلی ویر کوي. ګڼو خلکو مظاهرې وکړې چې د اویس خان قاتلان دې ونیول شي.

مورکۍ یې

د ده غمجنې مور فهمیدې بي بي چې له مشال راډيو سره د دسمبر پر ۱۱مه نېټه پر ټلفون خبرې کولې نو نه دا چې د دې غږ ژړغونی وو بلکې له کوره یې هم د ژړا اوازونه راختل. دا وايي، د دسمبر د اوومې نېټې په ماښام يې ۱۷ کلن زوی اويس خان له خپل یوه ملګري سره له کوره ووتو او په دا بله ورځ سهار يې په ډزو ویشتلی مړې وموندل شو.

فهمیده بي بي وايي، دې تعلیم نه دی کړی او نه ډېره پوهېږي خو ویه ورځ یې له خپل زوی اویس خانه وپوښتل چې د انجنيرنګ تعلیم نه پس خلک څه جوړېږې نو راته ويل یې چې 'د انجنيرنګ مختلفې شعبې دي او زه د الوتکو انجنیر جوړيږم'. دا وايي زوی یې ډیر قابل وو.

پلار یې

د اويس خان د پلار بختور شاه په تنګي بازار کې د موټر سايکلو مستري خانه ده. دی وايي، له هېچا سره یې هېڅ دښمني نشته او نه یې هم تر اوسه چا ته ګوته نیولې چې ګنې دی یا هغه یو یې د زوی قاتل دی.

اویس خان په سکول کې د ښه زده کړو له کبله بیا بیا جایزې او انعامونه اخیستي
اویس خان په سکول کې د ښه زده کړو له کبله بیا بیا جایزې او انعامونه اخیستي

بختور شاه زیاتوي، ''د نومبر پر ۲۵مه چې د کورونا وبا له امله تعليمې ادارې وتړل شوې نو اويس خان هم د اسلاميه کالج له هاسټله خپل کلي ته راغلی وو ، په دغه ورځ د کالج له یوه ملګري سره له سهاره وتلی وو او مازيګر شپږ نيمې بجې کور ته واپس راغلو، بیا له یو بل چا سره ووتو او سهار یې موږ ته په ډزو ويشتلی مړی ملاو شو. زموږ له هېچا سره بدي نشته خو دا راته د هغه چا کار ښکاري چې پر موږ يې ښه ورځ پيرزو نه شوه.

ورور یې

د اویس خان نور دوه وروڼه او درې خویندې هم شته خو کشر ورور امتیاز خان یې وايي، اویس مې له ورور سره سره یو کلک ملګری هم وو.

دی وايي، ''موږ به هر ځای کې يوځای وو، جامې به مو هم يو رنګه کولې، نه پوهېږم چې داسې ولې وشو، موږ خو له هېچا سره بد نه دي کړي.''

د بختورشاه په کور کې ژړاګانې دي، خفګان دی، خو وايي هله به مې زړه صبر او خپګان کم شي چې د زوي قاتل یې ونيول شي. دی زیاتوي، پولیس چارواکو ورسره کلکه ژمنه کړې ده چې په دوو درېوو ورځو کې به د اويس خان قاتل ونيول شي.

خو قاتل لا نه دی نیول شوی

د پنځو ورځو تېرېدو باوجود د اويس خان قاتل نه دی نيول شوی. خو د چارسدې پوليسو د نامالومو کسانو پر ضد پولیس رپورټ درج کړی دی. د دسمبر پر ۱۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د چارسدې د پوليسو مشر محمد شعيب خان وويل چې پلټنې روانې دي، ۱۵ کسان يې د شک په بنیاد نيولي دي خو د اویس خان له پلار سره یې د دوو یا درېوو ورځو ژمنه نه ده کړې.

دی زیاتوي، 'هېڅ داسې زغرده او لنډه لار (هارډ اينډ فاسټ رول) نشته چې بس په دوه یا درې ورځو کې به قاتل نيسو، یا به نيول کېږي، دا د قتل مقدمه ده، پلټنې روانې دي، ثبوتونو راغونډوو، د دې هلک ټليفون مو ترلاسه کړی دی. د هغه ډيټا به هم د پلټنو برخه کوو نو دا ډول تحقيقات وخت اخلي، موږ پر چا تشدد نه کوو چې پر چا بې ځایه قتل ومنو، موږ د تحقيقاتو او چاپو لپاره بيلابیلې ډلې جوړې کړي دي چې تازه څه وي نو تاسو به خبر کړو.''

په سیمه کې د دې وژنې پرضد يوشمیر مدني ډلو احتجاج هم کړې وو او له حکومته يې د قاتل د نيولو او د اویس خان کورنۍ ته د انصاف ورکولو غوښتنه کړې وه خو د اويس خان مور فهميده له حکومته غوښتنه کوي چې څوک بې ګناه ونه نيول شي.

XS
SM
MD
LG