د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو په افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت د برخليک په اړه غونډه لري


په برسلز کې د ناټو د مرکزي دفتر وداني
په برسلز کې د ناټو د مرکزي دفتر وداني

د ناټو بهرنیو چارو وزیران نن او سبا (د مارچ ۲۳مه او ۲۴مه) په برسلز کې غونډه کوي او د بحث یوه موضوع یې په افغانستان کې د دغه سازمان د پوځي ماموریت برخلیک دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د مارچ پر ۲۲مه یوې خبري غونډې ته وويل چې د دوی ټول متحدان د افغانستان روان حالات او د امریکا او طالبانو د هوکړې ژمنې ارزوي، او بیا یوه ګډه پریکړه کوي.

طالبان بايد پسرلني عمليات ونه کړي او له بهرنيوو وسله والو سره دې اړیکې ختمې کړي
سټولټنبرګ

د نوموړي وينا وه چې د مې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل يا ډيډلاين ته په نیزدې کېدو دوی په ناټو کې بحث او مشوره کوي او دا به یوه موضوع وي چې د بهرنیو چارو وزیران به پرې خبرې وکړي. د امريکا او طالبانو د تېر کال په لوظنامه کې راغلې چې امريکايي‌ځواکونه به د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وځي.

سټولټنبرګ د افغانستان او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د دوام ژمنه په کولو سره وويل، دا ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سلا مشورې او روزنې او دغه راز هغوی ته د مالي امکاناتو د برابرولو په برخه کې دی.

نوموړي په همدې کانفرانس کې د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبان باید پسرلني عملیات پیل نه کړي او د دوحې د تړون له مخې له القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي. طالبانو بیا ویلي چې دوی له القاعده سره اړیکې نه پالي خو په دې وروستيوو کې افغان ځواکونو په ځينو عملياتو کې د القاعده ځيني غړي نيولي او ځيني وژلي دي.

د ناټو په دې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم ګډون کوي. بلېنکن د جو بایډن د کابینې هغه غړی دی چې له طالبانو سره د دوحې تړون د بیا کتنې غوښتنه یې کړې وه.

وړمه ورځ د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم د وضعیت د ارزونې لپاره افغانستان ته سفر کړی و. هغه وویل، د ځواکونو د وتلو پرېکړه به جوبایډن کوي او خپله بایډن بیا ویلي چې د مې د لومړۍ نېټې مهلت به ورته سخت وي.

XS
SM
MD
LG