د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پرېکړه به بایډن کوي: اسټن


د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن کابل کې د هرکلي پرمهال. ۲۰۲۱، ۲۱ مارچ
د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن کابل کې د هرکلي پرمهال. ۲۰۲۱، ۲۱ مارچ

د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن وایي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو پرېکړه له ولسمشر جوبایډن سره ده.

اسټن دا خبره د مارچ پر ۲۱مه کابل ته د خپل لومړني نا اعلان شوي سفر پر مهال خبریالانو ته کړې ده.

نوموړي ویلي، افغانستان ته یې د سفر هدف د روان حالت جاج اخیستل وو.

لایډ اسټن د امریکایي ولسمشر جوبایډن د کابینې لومړنی غړی دی چې افغانستان ته یې سفر وکړ.

د امریکا د دفاع وزیر دا سفر په داسې حال کې دی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهلت ته څلویښت ورځې پاته دي.

نوموړي کابل ته په خپل دې ناڅاپي سفر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په امنیتي وضعیت او تل‌پاتې سولې خبرې کړي. دی زیاتوي: "په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د تاتریخوالي د پای په اړه په رامنځته شوې اجماع بحث وکړ او همدا ډول‌ یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې وستایلې."

د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

د پنټاګون مشر تېره اوونۍ د سیمې هېوادونو په سفر راووت. د هغه د سفر هدف، په سیمه کې د خپلو عسکرو سره کتل او همدا ډول د وضعیت ارزونه بلل شوې ده.

جنرال لوید استین کابل ته له سفر وړاندې نوي ډېلي ته تللی و او هلته‌یې له خپل هندي سیال سره کتلي و.

هغه داسې مهال کابل ته راځي چې له طالبانو سره د امریکا د شوې هوکړې پر بنسټ، له افغانستان د امریکايي عسکرو وتو ته څه د پاسه یوه میاشت پاتې ده.

خو د دې نېټې په اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې. په وروستیو کې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم وویل، کېدای شي په افغانستان کې امریکايي عسکر له دې نېټې وروسته هم پاتې شي.

هغه ټکی چې ښکاره ورسره طالبانو مخالفت ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې د مې میاشتې وروسته، پر امریکايي او بهرنیو عسکرو خپل بریدونه پیل کړي، خو له امریکا سره شوې هوکړه به پر خپل ځای وي.

د امریکا دفاع وزیر داسې مهال کابل ته تللی چې کانګرس ته په خپله وینا کې یې ویلي و، غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي، خو هغه مهال چې دا ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان نور د امریکا لپاره ګواښ نه‌ دی.

هغه د دې ګواښ د معلومولو لپاره د خپلې ارزونې د پیل خبر ورکړی و او ښايي سیمې او افغانستان ته‌ یې د سفر یو هدف هم د دې ارزونې یوه برخه بلل کېږي.

خو دا لا روښانه نه‌ده چې د پنټاګون مشر به د دې سفر وروسته، په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو او یا هم ایستلو په اړه څه پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG