د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان دې د بهرنیو له اغېز پرته خپل راتلونکې پخپله وټاکي: مسکو غونډې ته د لاروف وینا


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

نن په مسکو کې د افغان سولې په اړه درې ورځنۍ غونډه پیل شوه چې پکې د افغانستان، امريکا، طالبانو، پاکستان، چين او ځينو نورو هېوادونو استازي ګډون لري او د سولې په مذاکراتو کې د خنډونو ليرې کولو لپاره بحثونه کوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف غونډې ته په خپله پرانيستونکې وينا کې پر افغان دولت او طالبانو د تاوتریخوالی کمولو او په خپلو دریځونو کې د نرمۍ راوستلو غږ وکړ. نوموړي زياته کړه چې افغانان دې د بهرنيانو له اغېز پرته خپل راتلونکی پخپله وټاکي.

لاوروف په خپله وينا کې پر نړيوالو هم غږ وکړ چې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې همکاري وکړي.

د نوموړي له وينا وروسته د غونډې بحثونه دوام لري خو رسنيو ته يې د پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې.

له تیر کال راهیسې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روانو مذاکراتو تر اوسه څه نتيجه نه ده ورکړې او په افغانستان کې جګړه روانه ده. د مسکو په څېر به يوه بله غونډه په نيږدې راتلونکې کې په ترکيه کې هم کېږي چې لا یې په رسمي ډول نېټه نه ده اعلان شوې.

د افغان چارواکو، سیاستوالو او مشرانو یو لوړپوړی پلاوی او دغه راز د طالبانو د مرکچيانو یوه ډله غونډه کې د ګډون په هدف پرون مسکو ته ورسېده .

د افغانستان د پلاوي مشري د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي او ترکیب کې یې دوحه کې د دولت پر مرکچیانو سربېره مخکینی ولسمشر حامد کرزی او ځینې نور سیاستوال لکه مارشال عبدالرشید دوستم، کریم خلیلي او ګلبدین حکمتیار، شامل دي.

د افغان دولت پلاوی
د افغان دولت پلاوی

د طالبانو د لس کسیز پلاوي مشري د دوی د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي او دې ډله کې د دوی د مرکچي پلاوي مشر عبدالحکیم حقاني او نور مرکچیان یې عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور، محمد فاضل اخند، خیرالله خیرخوا، سهیل شاهین، انس حقاني، شیر محمد عباس ستانکزی او محمد نعیم شامل دي.

فرانس پرېس خبري اژانس ویلي چې غونډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او دغه راز د پاکستان او چین ډیپلوماتان هم برخه اخلي.

د افغان دولت د پلاوي مشر عبدالله عبدالله ویلي، هڅه کوي چې غونډه کې د سولې بهیر په چټکولو او د جګړې په پای ته رسولو بریالي بحثونه ولري.

د مسکو غونډه داسې مهال جوړېږي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهلت ته یوازې شپږ اونۍ وخت پاتې دی او امریکایانو د افغانستان دولت ته د قدرت د وېش یوه طرحه هم سپارلې ده.

تر دې غونډې یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن له اې.بي.سي نیوز سره مرکه کې وویل، د مې تر لومړۍ نېټې پورې به د ټولو ځواکونو وتل ورته ستونزمن وي:" زه اوس د دې پرېکړې په حال کې یم چې څه وخت ځواکونه ووځي، موږ له خپلو متحدانو او حکومت سره په همدې مشوره بوخت یو، دا پرېکړه اوس تر کار لاندې ده، ډېر وخت به نه پاتې کېږو، خو د مې لومړۍ نېټه ستونزمنه ده."

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

طالبانو بیا له امریکا غوښتي چې د دوحې په هوکړه ودرېږي، هغه هوکړه چې د امریکا اوسني ولسمشر پرې نیوکه کړې. بایډن په خپله تازه مرکه کې ویلي، د ډونالډ ټرمپ د ادارې دغه هوکړه ډېره پياوړې مذاکره شوې هوکړه نه وه.

د همدې غونډې په درشل کې د روسیې او امریکا په ګډون د افغانستان په قضیه کې ښکېلو یوشمېر خواوو له طالبانو سره د قدرت د وېش او لنډمهالي حکومت وړاندیزونه کړي دي، خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په همدې خبره ټینګار کوي چې واک به د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته سپاري.

XS
SM
MD
LG