د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې به تر نومبره د امریکایي ځواکونو ماموریت وغځوو: بایډن


افغانستان کې امریکايي سرتیري
افغانستان کې امریکايي سرتیري

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن لېوالتیا ښودلې چې تر نومبر میاشتې به د امریکایي ځواکونو موده وغځوي.

تازه د امریکا 'اېن.بي.سي' ټلوېزوني شبکې د یوې باخبره امریکایي سرچینې په حواله خبر ورکړی چې بایډن د خپل ملي امنیت د ټیم له غړو سره په وروستي خبرو کې په مې میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له اېستلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تر نوومبر میاشتې د امریکایي پوځویانو د پاتېدو په اړه غور کوي.

بایډن د 'اېن.بي.سي' له امریکایي ټلوېزیوني چینل سره په مرکې کې چې د چارشنبې په ورځ خپره شوه، ویلي چې دا به د امریکا لپاره "سخته" وي چې له ټاکلي نېټې سره سم له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.

که تر نومبر میاشتې د امریکایي ځواکونو موده وغځول شي دا به د دوحې تړون خلاف وي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی وو.

په دې تړون کې چې امریکا د طالبانو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په میاشت کې په قطر کې لاسلیک کړ، موافقه شوې وه چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د مې د میاشتې تر پایه به ټول امریکایي عسکر له افغانستانه وځي.

بایډن ویلي چې دا به د امریکا لپاره "سخته" وي چې له ټاکلي نېټې سره سم له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.
بایډن ویلي چې دا به د امریکا لپاره "سخته" وي چې له ټاکلي نېټې سره سم له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.

د دوحې هوکړې پر اساس طالبان باید تاوتریخوالی کم او د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو د 'اېن.بي.سي' د راپور پر اساس طالبانو په خپله ژمنه عمل ونه کړ او شرایطو ته په کتو اړتیا ده چې دا موده وغځېږي.

دا چې د امریکایي ځواکونو د پوځي حضور دوام به په سوله او جګړه څه اغېزې ولري؟

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، له امریکا سره د طالبانو هوکړه یوازې بهرنیان خوندي کړي او دا پرېکړه به هم د جګړې په مهارولو کوم اغېز ونه لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ د مارچ پر ۱۹مه نېټه (نن جمعه) ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر هوکړې وروسته په افغانستان کې د امریکایانو سرونه خوندي دي او افغانان لا هم وژل کېږي، که بهرنیان ووځي او که ونه وځي د جګړې د مهارولو په نظام کې د سیاسي مشارکت لپاره یوازینۍ حل لار سوله او اوربند دی چې د مذاکراتو له لارې راتلی شي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

بل لور ته وسله والو طالبانو هم خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه له هوکړې سره سم او تر ټاکلي ضرب الاجل پورې له افغانستانه بهر نه شي، پر دې ځواکونو به له سره بریدونه پیل کړي.

جو بایډن په داسې وخت کې له افغانستانه د عسکرو د اېستلو یا نه ایستلو په هکله پرېکړه کوي چې په افغانستان کې د لنډمهالې ادارې او سولې په هکله بحثونه تاوده شوي دي.

XS
SM
MD
LG