د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د پاکستان په لویو ښارونو کې ښوونځي خلاصېږي


پېښور کې نجونه ښوونځيو ته روانې دي
پېښور کې نجونه ښوونځيو ته روانې دي

له حکومتي اعلان سره سم نن د پاکستان په ځینو لويو ښارونو کې تعليمي ادارې په مکمله توګه خلاصېږي.

حکومت د کورونا وبا مخنيوي په خاطر په هېواد کې ټولې ادارې تړلې وې خو تېره مياشت وفاقي او صوبايي حکومتونو په يوه غونډه کې د تعليمي ادارو د خلاصولو پرېکړه وکړه البته په کراچۍ، حېدر اباد، پېښور او لاهور کې يې په هفته کې درې ورځې د ادارو خلاصولو اجازه ورکړې وه. د فبرورۍ پر ۲۵مه نېټه د پاکستان د تعليم وزير شفقت محمود پر ټويټر پاڼه اعلان وکړ چې د مارچ له لومړۍ نېټې به په دغو ښارونو کې هم تعليمي ادارې په هفته کې پنځه ورځې خلاصوي.

د سيند د تعليم وزير سعيد غني د فبرورۍ پر ۲۸ مه نېټه په کراچۍ کې د خبري کانفرنس پر مهال ويلي، يوازې به ۵۰ فيصده زدکوونکيو ته تعليمي ادارو د ورتګ اجازه ورکوي.

چارواکي وايي، په پاکستان د کووډ-۱۹م ناروغانو شمېر مخ په کمېدو دی.

د صحت څانګې د مارچ پر لومړۍ نېټه پر ويبپاڼه تازه شمېرې ورکړې چې له مخې يې په دې هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ نور کسان له وبا مړه شوي، ۱۳۹۲ کسان په وايرس اخته شوي او هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۹۴ له ناروغی جوړ شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG