د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ استازیو لپاره رایې پټې که ښکاره؟: د سپریم کورټ اورېدنې ته کتنه


د سېنېټ چېرمین صادق سنځراڼی
د سېنېټ چېرمین صادق سنځراڼی

سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي، د هېواد په سياست کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې او د سېنېټ په انتخاباتو کې د پيسو د عمل دخل اندېښنې پر ځای دي ځکه یې ګوند غواړي چې د سېنېټ غړي هم بايد نېغ په نېغه د ولس په رايو وټاکل شي.

پاکستان سپريم کورټ دا مهال د دې هېواد د سېنېټ د راتلونکو انتخاباتو د طريقه کار ټاکلو لپاره د يوې مقدمې اورېدنه کوي.

حکومت په دې لړ کې يو صدارتي ارډيننس جاري کړی او له سپريم کورټه يې غوښتي چې د اسمبليو د غړيو د ښکاره رايو له لارې د سېنېټ ټاکنو لپاره حکومت ته لارښونه وکړي.

د همدې مقدمې د ګل ورځې اورېدنې ته، چې د سپريم کورټ د چيف جسټس په مشرۍ د دې عدالت يو پنځه کسيزه بېنچ يې کوي، د پيپلز ګوند يو مخکښ سېنېټر رضا رباني په خپله وینا کې وېره ښکاره کړه چې که د سېنېټ ټاکنې د ممبرانو په ښکاره رايو شي نو د هېواد استخباراتی ادارې به نورې هم وتوانېږي چې د ولس منتخب استازي ووېروي، وغولوي او د خپلې خوښې کانديدانو ته رای پرې ورکړي.

د نوموړي په خبره، د ښکاره رايو حکومتي وړانديز د پاکستان د اساسي قانون د ۲۲۶مې مادې د روح خلاف دی چې وايي، د قامي اسمبلۍ او هم سېنېټ ټاکنې بايد په ايين کې د ورکړل شوي طريقه کار مطابق وشي.

سېنېټر رباني ټينګار وکړ چې د پاکستان د سياسي ګوندونو او هم ټولنې د پياوړتيا لپاره ضروري ده چې چارې يې له ايين سره سمې مخ ته ولاړې شي.

د استخباراتي ادارو رول په پاکستاني سیاست کې سېوا شوی

پخوانی سېنېټر او د بشري حقونو فعال افراسياب خټک د سېنېټ د اوسني چيرمين د انتخاب او وروسته يې پر ضد د اپوزيشن ګوندونو د عدم اعتماد د ناکامه تحريک په يادولو سره وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکستان په سياست کې د “ډيپ سټيټ” يا د هېواد د استخباراتي ادارو رول سېوا شوی دی.

نوموړی زياتوي، د اسمبلۍ د غړيو ښکاره رايې به د هېواد په سياست کې د استخباراتي ادارو نفود نور هم زيات او پارليمان بې مقصده کړي.

''له تېرو شپږ اتو کالو راهيسې موږ د سېنېټ په انتخاباتو کې د مداخلت شاهدان يو. د پخواني وزيراعظم نواز شريف حکومت لا ختم شوی نه وو چې په بلوچستان کې د هغوی صوبايي حکومت د دې لپاره ړنګ شو چې د اسمبلۍ غړي يې له ګونده ووځي او د سېنېټ په ټاکنو کې د ازادو ممبرانو په توګه ووټونه واچوي. د سېنېټ اوسنی چيرمين په دې طريقه منتخب شو او بيا چې کله پر ضد يې اپوزيشن د عدم اعتماد تحريک راوړ نو په هغې کې هم لاسوهنه وشوه. د رضا رباني صاحب اندېښنه پر ځای ده، ځکه چې سرکاري ادارو ته به موقع برابر شي چې د ولس د صحيح استازو پر ځای د خپلې خوښې کسان راولي او په دې توګه پارليمان بې مقصده کړي.''

پاکستان سېنېټ د ۵۲ غړيو اييني موده د راتلونکې مارچ مياشت پر ۱۱مه ختمېږي. پاکستان اليکشن کمېشن اعلان کړی چې د مارچ پر دريېمه به د نويو سېنېټرانو لپاره انتخابات کوي.

د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس هم اليکشن کمېشن ته ويلي چې د سېنېټ انتخاباتو ته د پلان مطابق تياري وکړي.

سېنېټران دې نېغ په نېغه د ولس په رایه وټاکل شي

په مارچ کې له سېنېټه وتونکي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ مشال راډيو ته وويل، د هېواد په سياست کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې او د سېنېټ په انتخاباتو کې د پيسو د عمل دخل اندېښنې پر ځای دي او ځکه نو د ده ګوند غواړي چې د سېنېټ غړي هم بايد نېغ په نېغه د ولس په رايو وټاکل شي.

''په ټوله دنيا کې اوس دا خبره مشهوره ده چې پاکستان يو ډيپ سټيټ دی. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دريځ دی چې د قومي او صوبايي اسمبليو د انتخباتو په څېر دې ولس خپل سېنېټران هم نېغ په نېغه وټاکي. په دې طريقه به د سېنېټ په انتخاباتو کې د صوبايي اسمبليو د ممبرانو په پيسو د خرڅېدو مساله هم هواره شي. د رباني صاحب دلايل سم دي. سبا ښايي دا مطالبه هم وشي چې ولس دې د قومي او صوبايي اسمبليو استازي هم په ښکاره رايو منتخب کړي. که داسې وشوه نو د زورواکانو او استخباراتي ادارو له لاسه به د عامو خلکو ژوند ګران شي. موږ غواړو چې د سېنېټ د نېغ په نېغه ټاکنو لپاره په ايين کې ترميم وشي.''

خو په سېنېټ کې له خيبرپښتونخوا د حکومتي تحريک انصاف ګوند يو غړي محسن عزيز د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل، مسلم ليګ ن او هم پيپلز ګوند په خپلو حکومتي دورو کې د سېنېټ د انتخاباتي پروسې د شفافه کولو لپاره هېڅ نه دي کړي.

د نوموړي په خبره، اوس چې دغه کار عمران خان کول غواړي نو اپوزيشن ګوندونه يې خامخا مخالفت کوي.

''يو کس ځان په پيسو سېنېټ ته منتحب کړي، دلته بيا هسې ناست وي، د قانون جوړونې پر چارو نه پوهېږي. د دې ايوان د ودانۍ دننه موږ دا خبرې اورو چې فلاني سېنېټر د پارټۍ مشر ته دومره پيسې ورکړې دي، او هغه بل په دومره پيسو ځان سېنېټر کړی دی. په ۲۰۱۵ او ۱۶ کلونو کې پر دې مساله په سېنېټ کې اوږد بحث شوی وو او ټول غړي پر دې متفق شوي ول چې له دې شرمه ځانونه او همدا اداره وژغوري. خو مسلم ليګ ن په خپله تېره حکومتي دوره کې په دې اړه هېڅ و نه کړل. اوس عمران خان کلکه اراده کړې چې په سياست کې به د پيسې عمل دخل ختموي، ځکه چې دا کار د پاکستان د ترقۍ لپاره ضروري دی.''

د ګل ورځې د مقدمې اورېدنې پر مهال د سپريم کورټ چيف جسټس ګلزار احمد وويل، په تېرو وختونو کې په يو شمېر هېوادونو لکه جرمني، بيلجيم، فرانس او حتی ايرلينډ کې، چې ضرورت پېښ شوی نو هلته خبره د پټې رای پر ځای ښکاره هغې ته تللې ده.

خو د پيپلز ګوند سېنېټر رضا رباني د سپريم کورټ جرګګۍ ته په خپلو دلايلو کې زياته کړه چې که عدالت د سېنېټ له انتخاباتو د درغليو ختمولو په موخه د ښکاره رايو په حق کې پرېکړه وکړه نو دی به په قلار کېنني او له يو شمېر اعتراضي درخواستونو سره به د عدالت مخې ته ولاړ وي.

XS
SM
MD
LG