د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو معذوران خپله بده ورځ ژاړي


په انګور اډه کې د معذورانو احتجاج.((۱۲-۲-۲۰۲۱))
په انګور اډه کې د معذورانو احتجاج.((۱۲-۲-۲۰۲۱))

د قبایلي سیمو د معذورانو ټولنې وايي، د ژوند کړاوونه یې زیات دي، روزګار نه لري، ضروري الې او وسایل ورسره نشته او د هغوی د نومونو په راجستر کولو کې هم بلا ستونزې یې مخې ته دي.

په جنوبي وزیرستان کې د معذورانو د تنظیم وزیرستان معذور فاونډیشن مشر ممتاز محسود چې په ۲۰۱۶ز کال کې یې د ماین په چاودنه کې پښه پرې شوې وه، د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې له دوی سره په جنوبي وزیرستان کې د شاوخوا ۳۰۰۰ معذورانو نومونه لیکل شوي چې پکې ګڼ کسان د ماینونو له وجې معذوره شوي خو حکومت ورسره مالي مرستې نه دې کړي.

هغه زیاتوي، حکومت له معذورانو سره ژمنه کړې وه چې د روزګار ځانګړې برخه (کوټه) به ورته له دوو فیصدو څخه لوړوي خو تر اوسه یې پر خپلې وعدې وفا نه ده کړې. هغه وړاندې وايي:

"موږ ته د معذوره تن لپاره د سرټیفیکېټ اخیستو کې ستونزه ده. زموږ تر ټولو لویه غوښتنه دا ده چې په وزیرستان کې دې د معذورانو د درملنې او هنر لپاره ځای جوړ کړل شي چې وروسته پخپله ګټي او پر چا بوج نه وي. د هغو معذورانو لپاره چې بلکل کار نشي کولای نو باید میاشتینۍ وظیفه ورله مقرر کړل شي."

بلوچستان حکومت د معذورانو درملنې لپاره درې اربه روپۍ ایښې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:43 0:00

په مومندو کې د معذورانو د اتحادیې یو مشر شاه جهان چې جامې ګنډي او په سنټر کې ورسره ګڼ معذوره کسان هم کار کوي، وايي چې حکومت به مخکې معذوره کسانو ته په کال کې پنځه زره روپۍ ورکولې خو د تېرې څه مودې راهیسې هغه هم بندې شوي دي. هغه وايي:

"ماته د حکومت له اړخه تر اوسه یوه روپۍ نه ده ملاو شوې. زموږ ستونزې زیاتې شوي،کمې شوې نه دي. موږ چې بینک، دفتر یا روغتون ته ځو نو ډېر مشکلات لرو. اکثره چې بینک کې پیسې جمع کوو نو د معذورۍ له وجې یې بل چا له ورکړو خو ډېر ځل داسې شوي چې هغه پیسې نه وې جمع شوي. موږ له حکومته غواړو چې سهولتونه راکړي چې په اسانه خپل کارونه وکړی شو."

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کورونا وبا په ترڅ کې د بې وزله کورنیو لپاره، د احساس کفالت په نوم یو پروګرام پیل کړی دی چې له مخې یې معذورانو ته د میاشتې ۱۲۰۰۰ روپۍ به ورکول کېږي.

د خیبر ضلعې د معذورانو د اتحادیې یو مشر ایاز وايي چې ځینو معذورانو ته د احساس کفالت پروګرام تر لاندې مرستې ورکړل شوي دي خو ګڼ له هم پاتې دي. هغه زیاتوي، باید د معذورانو لپاره بیلې مرستې پیل شي.

د معذورانو د دې غوښتنو په اړه د خیبر پښتونخوا د ټولنیزې خیر ښیګړې یا سوشل ویلفییر محکمې مرستیال مشر خالد خان مشال راډیو ته وویل چې د قبایلي ضلعو له خیبر پښتونخوا سره د شاملولو وروسته دوی د معذوارنو د ستونزو هوارولو او هغوی ته د سهولتونو لړ کې یوشمېر منصوبې روانې کړي دي.

هغه زیاتوي چې په روزګار کې د معذورانو دوه فيصده کوټه عملي کېږي خو په قانون کې لیکل شوي چې هغه اداره چې د معذوره کسانو کوټه نه عملي کوي نو ۷۰۰۰ روپۍ به هره میاشت حکومت ته ورکوي.

"په روزګار کې د معذورانو لپاره دوه فيصده کوټه عملي کېږي. هغه ټیکداران چې د یو میلیون نه د زیاتو روپو ټیکه کوي نو د معذورانو د مرستو په پروګرام کې به د یو میلیون پر سر ۲۰۰ روپۍ هره میاشت په ډي پي ار فنډ کې جمع کوي. موږ به هرکال ویلچیر، د ګنډلو ماشینونه او نور الات د دغو فنډونو له لارې ورکولې. په ۲۰۱۸ او ۱۹ز کال کې په حکومتي مرستو کې لږه مسله راغله نو د هغې په وجه ځینې مرستې ورنه کړل شوې."

د سوشل ویلفییر د تیرکال د اګست د شمېرو ترمخه، له دې ادارې سره د صوبې شاوخوا یو لک ۴۷ زره معذوران رجسټرډ شوي دي چې پکې ګڼ د قبایلي ضلعو هم دي.

XS
SM
MD
LG