د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له ۶۰ کلنۍ بره عمر لرونکیو کسانو ته د کورونا واکسين لګول پيل


پاکستاني رسنۍ وايي، له ننه په ملک کې ۶۰ کاله او له هغې زيات عمر کسانو ته د کورونا واکسينو لګولو لړۍ پيل شوې ده.

د پاکستان ډان او جيو ټي وي د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا وايي، د وفاقي حکومت لخوا يې ۵۶،۰۰۰ خوراکه واکسين ترلاسه کړي او په صوبه کې ورسره تر دې دمه ۴،۰۰۰ زياتو کسانو ځانونه رجسټر کړي چې له ننه يې ورته واکسين لګول پیل کړل.

د پنجاب صوبې د صحت سيکتر محمد عثمان جيو ټي وي ته ويلي، په صوبه کې د ضلعو او تحصيلونو په کچه ۱۰۴ سېنټرې جوړې کړې دي چې پکې ۶۰ کالو او له دې زيات عمر کسانو ته يې له ننه واکسين لګول پیل کړل.


د پنجاب او خيبر پښتونخوا په ګډون په سيند صوبه کې هم زيات عمر کسانو ته واکسينولو بهير پيل شوی دی.

د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر د مارچ پر اوومه په ټويټر ليکلي ول چې له مارچ ۱۰مې به په ټول ملک کې ۶۰ کالو زيات عمر کسانو ته واکسين لګول پیل کړي.

په پاکستان کې تر ننه (د مارچ تر ۱۰ مې) ۱۳ زره ۳۰۰ زيات کسان له کورونا وايرسه مړه شوي دي، پینځه لکه ۹۵ زره زيات کسان ترې متاثره شوي دي خو پينځه لکه ۶۵ زره زيات ترې بيرته رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG