د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرک کې دې د هندوانو سوځولی زیارت زغرده ورغول شي: سپریم کورټ


کرک کې د هندوانو سوځولی زیارت
تصویر له ارشیفه
کرک کې د هندوانو سوځولی زیارت تصویر له ارشیفه

په سپریم کورټ کې د لږکیو حقونو او په کرک کې د هندوانو یوه زیارت سوځولو پېښې په اړه د ازخود نوټس د مقدمې اورېدنې پر مهال چیف جسټس ګلزار احمد حکم کړی چې بې له ځنډه دې سوځول شوي زیارت ورغول شي.

د فبرورۍ پر اتمه، د وقف شویو املاکو د محکمې وکیل اکرام چودري عدالت ته وویل ترې دې دمه د زیارت له سوځوونکو هېڅ پېسې نه دې اخیستل شوې خو حکومت یې بیا-ودانولو لپاره درې کروړه یو څلوېښت لکه روپۍ منظورې کړې دي.

چیف جسټس حکم وکړ چې په سمدستي توګه دې پر دې کار پیل شي او عدالت ته دې وخت وښودل شي چې د هندوانو زیارت به څنګه او کله جوړېږي.

د ذکر ده د ډیسمبر پر دېرشمه د کرک په بانډه داود شاه سیمه کې د ټېرۍ کلي بلوه ګرو خلکو د هندوانو زیارت وسوځاوه. د هغې پېښې په تړاو ۳۱ کسان نیول شوي ول او څه نه څه ۳۵۰ کسان پکې نامزد شوي ول او سپریم کورټ یې ازخود نوټس اخیستی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG