د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت په کرک کې وران کړل شوی زیارت بیرته جوړوي‌


بلوه ګرو په کرک کې د هندوانو یوه زیارت ته اور ورته کړ: ۲۰۲۰، ۳۱م ډېسېمبر
بلوه ګرو په کرک کې د هندوانو یوه زیارت ته اور ورته کړ: ۲۰۲۰، ۳۱م ډېسېمبر

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په پېښور کې د اعلا وزير له دفتره خپور شوي بيان کې ويل شوي چې د هندوانو زيارت بيا جوړونې په اړه اړوند چارواکو ته لارښوونه شوې ده.

د صوبې اعلا وزير محمود خان دا څرګندونې له هغه وروسته کړي چې د ډېسېمبر پر ۳۰مه په کرک کې پر زيارت تر ۴۰۰ زياتو کسانو د حملې ويډيو پر ټولنيزو رسنيو خپره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا پوليسو مشر ويلي ول، په کرک کې يې ۳۱ مشکوک کسان د هندوانو د یوه زيارت د ورانولو او سوځولو په تور نیولي دي.

ثنا الله عباسي د ډېسېمبر پر ۳۱ مه د کرک په ټېري کلي کې خبريالانو ته وويل تر ۳۰۰ زياتو کسانو خلاف مقدمه درج شوې ده.

په نيول شویو کې د جميعت علما اسلام يو سیاستوال او پخوانی ضلعي ناظم رحمت سلام خټک هم شامل دی.

عباسي چې له ځينو نورو پوليس چارواکو او انتظامي مشرانو سره د پېښې ځای ته ورغلی ول، زیاته کړه چې هېچا ته د "مذهبي ګډوډۍ" پيدا کولو اجازه نه ورکوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په ټېري کې زیارت د هندوانو ملکیت وو او هغوی په تېرو وختونو کې د نورې ځمکې په اخیستو د زیارت سیمه پراخوله چې له وجې یې لانجه جوړه شوه.

د ځینو راپورونو له مخې د کرک ټېري زیارت پېښه له هغې وروسته شوې چې کله یو ځای ملا په دغه زیارت کې د نوې ابادۍ خلاف خبرې وکړې، او د ځمکي پر سر لانجه جوړه شوه چې له وړاندې نه پرې شخړه روانه وه.

د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې ویډیو خپره شوه چې پکې ځايي خلک د هندوانو یو زوړ زیارت ورانوي.

د کرک په ټېري سیمه کې پارېدولیو خلکو د الله اکبر نعرې هم وهلې.

د سیمې هندوان وايي، دغه زیارت د دوی لپاره یو تاریخي او مقدس مذهبي ځای وو.

د زیارت پر ورانولو غبرګون

په کرک ضلعه کې د رامنځ ته شوې دې پېښې خبر په ګڼو نړیوالو مطبوعاتو کې هم راغلی.

د پاکستان مشر چیف جستس ګلزار احمد د پېښې نوټس اخيستی دی او د خیبر پښتونخوا چيف سېکرېټري او د پېښور پوليسو مشر ته يې د جنورۍ تر څلورمې د رپورټ وړاندې کولو ويلي دي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن هم د ډېسېمبر پر ۳۱ پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه پېښې د غندلو تر څنګ ویلي باید د دوی د مذهبي ځایونو د خوندي ساتلو لپاره د پولیسو خاص ځواک جوړ کړل شي.

د کورمې د پاړه چنار یوه ځایي مذهبي مشر محمد کونین د ډېسېمبر پر ۳۱ مه مشال راډیو ته وویل دوی د کرک د پېښې غندنه کوي او باید مذهبي مشران په ولس کې د زغم او ورورولۍ زیاتولو لپاره کار وکړي.

د ډېسېمبر پر ۳۱مه د پاکستان د هندو کونسل مشر او د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر رمېش وانکواني مشال راډیو ته وویل دوی ته د وزیراعظم عمران خان او د ګڼو نورو مذهبي او سیاسي مشرانو ټېلېفونونه ورغلي.

نوموړي وویل، په ټولنه کې د مذهبي لږکیو لپاره له زغم او برداشت سره سره باید د داسې پېښو خلاف د قانون عملي کول هم سخت کړل شي.

د پاکستان علما کونسل مشر او د مذهبي روادارۍ په اړه د وزیراعظم ځانګړي استازي حافظ محمد طاهر اشرفي د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل باید علما د مذهبي روادارۍ د خورولو لپاره د منبر او محراب استعمال وکړي.

ده وویل، ''دا ډېره ضروري خبره ده، یوازې خطبه کې نه بلکې دیني علما باید په هر فورم او ځای کې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره کار وکړي، دا یوه ډېره غلطه پېښه شوې ده،که څه هم وي باید څوک قانون په لاس کې وانخلي،د محراب او منبر استعمال ډېر مهم دی، باید علما په ټولنه کې د برابرۍ او امن پېغام خپور کړي، او ولس ته هم کتل پکار دي،چې که څوک، که هغه مذهبي مشر وي، یا سیاسي او یا له میډیا سره تعلق لري او په ټولنه کې فساد خوروي، نو باید چې خبره یې وانوري، حکومت هم د داسې خلکو مخنیوی کوي.''

د اسلامي نظریاتي کونسل پخوانی مشر ډاکټر قبله ایاز وایي، د داسې پېښو مخې ته راتلل ښکاره کوي چې د مذهبي روادارۍ په اړه د ټولنې پخواني او زاړه قدرونه په ختمېدو دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل: ''د ضیاءالحق د دور وروسته حالات بدل شول، تر دې وړاندې به زموږ په سیمو کې د مختلفو مذهبونو منونکي ډېر په امن او له یو بل سره په مینه اوسېدل. په ۱۹۶۵ کې د پاکستان او هند تر جنګ وړاندې به زما نیکه ته له هنده خطونه راتلل، نو ما به د خپل نیکه له اړخه په هند کې د هغه دغو هندي دوستانو ته ځوابونه لیکل، خو اوس حالات ډېر بدل شول، زموږ ځوان کهول هم خبرو ته فکر نه کوي. د کرک په ټېري سیمه کېځوانان ډېر په جذباتو کې زیارت ته اور اچوي، او د زیارت وداني ورانوي، نو له دغې مالومیږي چې څومره د خپګان وړ ذهني بدلون راغلی دی.''

د ۲۰۲۰ م کال د ډېسېمبر په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان د نړۍ هغو ۱۰ هېوادونو په لېسټ کې شامل کړي چې د مذهبي ازادۍ په اړه د ځانګړې اندېښنې وړ دي.

خو پاکستان وایي داسې خبرې ناسمې دي چې ګني په هغه هېواد کې مېشت اقلیتونه مذهبي ازادي نه لري.

د پاکستان مذهبي چارو وفاقي وزیر نور الحق قادري د ډېسېمبر پر ۳۱مه پر خپله ټوېټر پاڼه په کرک کې د زیارت د ورانولو د پېښې غندنه کړې او لیکلي دي چې دغه پېښه په هېواد کې د مذهبي روادارۍ خلاف یو سازش دی او د زغملو وړ نه دی، قادري لیکلي چې په هېواد کې د اقلیتونو د مذهبي ازادۍ تحفظ یې دیني، اییني، قامي او اخلاقي فرض دی.

XS
SM
MD
LG