د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا معذوران وايي د کووېډ-۱۹ وبا له وجې ورسره مرستې کمې شوې دي


معذوران وايي، د کورونا وایرس وبا له وجې ورسره مرستې کمې شوې دي - پخوانی انځور
معذوران وايي، د کورونا وایرس وبا له وجې ورسره مرستې کمې شوې دي - پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو پر ووبپاڼه د اګست پر ۱۷مه په لیکنه کې راغلي، د نړۍ د معذورانو لپاره د سازمان د کمېټې په اولنۍ انلاين غونډه کې د هغوی د خير ښېګڼې او د حقونو د خونديتوب چارو ته د لا زيات پام کولو پر خبره تينګار وشو.

د کمېټې مشر ابراهيم سلاما غونډې ته په وينا کې د غړو هېوادونو پر هغو اقداماتو تسلي ښکاره کړه چې د کورونا وايرس وبا د خطر باوجود يې د خپلو معذوره وګړيو د حقونو د خونديتوب لپاره اخيستي دي.

نوموړي البته وويل چې د کورونا وايرس وبا نوي چيلنجونه پیداکړي او هېوادونه بايد ورته په پام د معذورانو د خير ښېګڼې لپاره نوې ستراتېژۍ جوړې کړي.

سلاما په ځانګړې توګه له معذورانو سره د هغوی په ژبه او ضرورتونو د پوهېدو ترڅنګ هغوی ته د انټرنېټ له لارې د مرستو رسولو په برخه کې د تخنيکي ستونزو يادونه وکړه.

غونډې ته په وینا کې په ملګرو ملتونو کې د قدرتي ناورينونو پر مهال خلکو د مرستو رسولو ادارې مشر ريکارډو مينا وويل، له معذوره کسانو سره د کمکونو په پلانونو کې د هغوی رای بايد شاملې ووسي.

د ملګرو ملتونو په انلاين غونډه کې د "انټرنيشنل ډېس اېبېليټي الاېنس" په نوم د معذورانو د يوې نړيوالې اتحاديې مشرې انا لوسيا ارېلانو هم برخه واخيسته او ویې ويل، د معذورانو لپاره د مرستې پلانونه بايد د هغو او د هغو د ټولنو له استازو سره د نېږدې همکارۍ په رڼا کې جوړ شي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۰۶ز کال په ډېسمبر کې د معذوره کسانو د حقونو کنوېنشن جوړ کړ، چې تر اوسه د نړۍ ۱۸۱ هېوادونو منظور کړی دی.

پاکستان پر کنوېنشن په ۲۰۰۸ز کال کې لاسليک او په ۲۰۱۱ز کې یې منظور کړ.

خو په هغه هېواد کې د بېلا بېلو معذرويو ښکار کسان وخت په وخت د دوی لپاره د اسانتياو د نشتون له امله سر ټکوي.

د معذورانو څرګندونې او غوښتنې

د خيبرپښتونخوا د صوابۍ په پرمولو کلي کې د "اميد وېلفير ارګنايزيشن" په نوم يو تنظيم د سيمې له معذورانو سره د ويل چېيرونو (ګرځنده څوکیو) مرستې کوي.

د تنظيم مشر وقار خان د اګست پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، ورسره حکومتي مرستې وار له مخه خورا کمې وې، او له هغې راهيسې چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ وبا راغلې، د دوی خپلې مرستندويه چارې هم ټکنۍ شوې دي.

"حکومت له معذروانو سره هېڅ مرسته نه کوي. عامو خلکو به راسره مالي مرستې کولې چې معذورانو ته به مو 'ويل چېيرونه' پرې اخيستل. خو چې کورونا راغله نو د خلکو زياته توجه بېوزلو کورنيو ته د خوراکي مرستو برابرولو خوا ته شوه. معذروان چون په کور کې وي، ځکه نو له دغو مرستو محروم پاتې شول. د کورونا وايرس وبا د ټولنې د يو عام او په بدن روغ کس پرتله يو معذوره تن زيات ځپلی دی. له حکومته مو غوښتنه ده چې ټول معذوران په په 'احساس' نومي حکومتي پروګرام کې شامل کړي او مياشتنۍ مالي مرستې پر وخت ور ورسوي. بله دا چې حکومت د معذورانو لپاره ويل چېيرونه او يا امساګانې (عصاګانې) بايد د هغوی يونين کونسلونو ته وليږدوي، نه دا چې هغوی ورپسې د اسلام اباد د بيت المال او يا هم د ضلعي دفترونو چکرونه ووهي."

حکومت له معذروانو سره هېڅ مرسته نه کوي. عامو خلکو به راسره مالي مرستې کولې چې معذورانو ته به مو 'ويل چېيرونه' پرې اخيستل. خو چې کورونا راغله نو د خلکو زياته توجه بېوزلو کورنيو ته د خوراکي مرستو برابرولو خوا ته شوه.
وقار خان

په پېښور کې د معذورانو د حقونو لپاره د کارکوونکي يو بل تنظيم "سپيشل لايف فاونډيشن" مشر زوار نور ضيا، چې خپله هم د بدني ستونزې ښکار دی، وايي چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ وبا یې نفسیاتي او ټولنیزې مسلې لا زیاتې کړې دي.

"د کورونا وبا له وجې چې د معذوره کسانو د کفالت کوونکو روزګارونه خراب شول، نو پر کورنيو د هغوی بوج سېوا شو. دې نوي حالت معذوران له لا ډېرو نفسياتي او ټولنيزو ستونزو سره مخامخ کړل. معذورانو د صحت په برخه کې هم حکومتي پروګرامونو ته لاسرسی نه دی لرلی. که يو معذوره کس به څه په ګرانه ځان روغتون ته و هم رساوه، نو خلکو به ورته ويل چې ته خو معذوره يې، په کور کښېنه. په حکومتي احساس پروګرام کې هم د معذورانو لپاره څه نشته."

حکومتي غبرګون او دریځ

د معذورانو د ټولنو د استازو د دې ګيلو په ځواب کې د خيبر پښتونخوا په حکومت کې د ولسي خير ښېګڼې يا سوشل وېلفېیر محکمې سېکرټري محمد ادريس د اګست پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، کارونه یې د وبايي حالت پرتله اوس ښه شوي دي.

د نوموړي په خبره، دوی تيار دي چې د حکومت له امر سره سم، د معذوره ماشومانو سکولونه بېرته خلاص کړي.

"د معذوره ماشومانو سکولونه مو له خيره بېرته صفا او تيار کړي دي. هغه وخت چې حکومت وويل، د دوی سکولونو به بیا پرانیزو. د راتلونکې لپاره موږ دوه لويې پروژې لرو. په پېښور کې د هغو ماشومانو لپاره چې ‘اټېزم’ ناروغي لري، د درملنې اولنی مرکز جوړوو. دويم، يو پروګرام لرو چې هدف يې معذورانو ته د درملنې عصري خدمات برابرول دي."

د سوشل وېلفېیر ادارې سېکرټري محمد ادريس پلان لري چې د معذوره کسانو په کورونو کې هغوی ته عصري تشنابونه (غسلخانې) او په خپل چم ګاونډ کې د ګرځېدو لپاره ځانګړې لارې (فوټ پاتونه) جوړ کړي.

د سوشل ويلفير سېکرټري وویل، له ادارې سره یې د صوبې ۱۴۷،۰۰۰ معذوره کسان رجسټر دي.

د ده په وينا، د صوبې په هره ضلع کې د دوی ذیلي دفترونه جوړ دي چې هدف یې معذوره کسانو ته پر وخت او اسانه مرستې رسول دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG