د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د قبایلي ضلعو د ترقۍ لپاره 'تش اعلانونه' کوي


د یو جرګې پخوانی عکس

که څه هم حکومت د قبایلي ضلعو د پرمختګ او اصلاحاتو عملي کولو لپاره هلې ځلې کوي او د قبایلي ضلعو د پارلېماني کمېټۍ جوړولو ترڅنګ وزیراعظم عمران خان د باجوړ دوره وکړه چې پکې يې د دې ضلعو د پرمختګ لپاره د ۱۰۰ اربه روپو اعلان هم وکړ.

خو بل پلو د ځینې قبایلي مشران په حکومت نیوکي کوي او وايي، حکومت د ځنډ او بهانو کار اخلي او یوازې اعلانونه کوي.

د مارچ پر ۱۸مه وزیر اعظم عمران خان خپل ټويټر پیغام کې ویلي، حکومت پلان لري چې تر د لسو کلونو پورې به دوی هر کال په قبایلي ضلعو ۱۰۰ اربه روپۍ خرچ کوي او د دې سیمو د پرمختګ لپاره به مشاورتي عمل له باجوړه پیل کېږي او دا عمل به تر د دریو اوونیو روان وي.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې وزیر اعظم عمران خان د باجوړ دوره وکړه او بیا يې له دې وروسته دا اعلان هم وکړو د قبایلي ضلعو ځینې مشران د حکومت په کارکردګۍ نیوکي کوي او وايي، د دې عمل په قبایلي ضلعو کې ستونزې او لانجې پیدا شوي او په ټولو ضلعو کې خاصه دار او لیوز فورسر په احتجاج دي او حکومت یوازې اعلانونه کوي نو پکار ده چې له دې عمل وړاندې له قبایلو سره سلا او مشوره وکړي

د ال فاټا ګرېنډالاینس یو مشر ملک خان مرجان په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

"حکومت له قبایلو سره مشوره نه کوي او جرګې یې روانې کړي نو د دې له وجې به د حکومت هره پالیسي له ناکامې سره مخ کېږي نو که حکومت فاټا اصلاحات غواړي نو باید چې د خاصه دارو او لیوز مسله هواره کړي او دوی مضبوط کړي، د خېبر پښتونخوا وزیر اعلي خو په ملاکنډ سوات او دیر کې لیوز او خاصه دار غواړي خو موږ له د پولیسو نظام راکوي او بله دا چې قبایل پخپله اصلاحات غواړي نو باید چې له دوی سره له وړاندې مشوره وکړل شي".

ال فاټا سیاسي اتحاد سېنېر غړي نثار مومند مشال راډیو ته وویل حکومت یوازې کمېټۍ جوړوي او اعلانونه کوي خو عمل پرې نه کوي او تر څو چې دغه اعلانونه عملي شوي نه وي دې ضعلو کې پرمختګ نه شي کېدای.

"د حکومت په دې کې بیخي زړه خوښي نشته او بیا د عمران خان صېب خو پکې بیخې ځکه نشته چې دوی د این ایف سي ایوارډ خبره کوي نو دې وزیر اعظم دی او بیا يې په دوه صوبو کې هم حکومت دی نو څنګه دوی وايي چې صوبې ورته پېسې نه ورکوي دا د حکومت ذمه واري جوړېږي چې دا پېسې فاټا ته ورکړي خو دوی یوازې اعلانونه کوي او تر دې دمه يې هېڅ نه دې کړي".

مشال راډیو چې په دې اړه د خېبر ضلعې د قامي اسمبلۍ او د قبایلي ضلعو لپاره د حکومتي کمېټۍ غړي محمد اقبال اپريدي په دې اړه وپوښتل نو هغه وویل:

"حکومت په عملي توګه ګامونه پورته کوي او ډېر ژر به قبایلي ضعلو ته په قامي مالیاتي کمېشن یا این ایف سي ایوارډ کې برخه ورکړل شي او دا کوم خلک چې ګوتې پورته کوي دوی په ۷۰ کاله کې قبایلو ته څه ورکړي چې له حکومته په یو میاشتو کې کارکردګي غواړي نو هر څه به کېږي خو د دې لپاره به ولس له لږ انتظار کول وي."

یاده دې وي فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډېدو وروسته په لمړي ځل وزیر اعظم عمران خان د مارچ پر ۱۵مه د باجوړ دوره وکړه چیرته چې يې خپله وینا کې ویلي وو چې د دوی حکومت د قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره اقدامات کوي

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG