د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب مسید کورنۍ وايي د سپریم کورټ کارروایۍ اطمینان ورکړی


سپریم کورټ د جنورۍ پر ۱۰مه پر راو انوار د سفري بندیز امر پر ځای وساته

پراګ - د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود کورنۍ د پاکستان سپریم کورټ لوري د کراچۍ پر پخواني پولیس افسر راو انوار د سفري بندیز برقراره ساتلو اقدام هرکلی کړی.

د جنورۍ پر ۱۰مه، د مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د انورا خواست رد کړ چې پکې نوموړي د ممنوع الخروج کسانو (اېګزېټ کنټرول) لېسټه یا اي سي اېله د وتلو غوښتنه کړې وه.

د نقیب مسود تره عطا محمد د جنورۍ ۱۰مې پر ماخوستن مشال رېډیو ته وویل، ډاډه دي چې ورسره به انصاف وشي:

"الحمدالله، مونږ په دې فیصله او له قاضي خوشاله یو، ډاډمن یو چې انصاف به راسره وکړی شي"

کراچۍ د پولیسو پخوانی افسر راو انوار د ۲۰۱۸ز کال په مارچ کې د نقیب مسود د وژنې په تور نیول شوی وو خو د جولای پر ۲۲مه د ترهګرۍ ضد عدالت په ضمانت خوشې کړ.

د قانوني چارو پوه قادر خان وایي، پر راو انوار په مقدمه کې پر هغه ۱۰۹، ۱۳۴ او ۳۰۲مې دفعې لګول شوې دي.

دی وايي، که داسې کسان له عدالته ضمانت هم واخلي، نو خپل پاسپورټ به حکومت ته سپاري نو ځکه د سپریم کورټ اقدام سم دی.

خو قادر خان وايي، د مسود په قضیه کې له ځنډه کار اخیستل کېږي:

"دا خو د راو انوار یوازې یو خواست وکړ چې ما ته اجازه راکړئ چې عمرې ته لاړ شم، نو عدالت وویل چې په کار ده چې له هغه پاسپورټ واخیستل شي چې بهر لاړ نشي. قانون دا دی چې کوم وخت عدالت د راو انوار ضمانت منظوراوه [نو پر] هغه وخت یې [باید ورڅخه] پاسپورټ اخیستای وای. په نورو کېسونو کې [همداسې] کېږي. بل، سپریم کورټ د نورو [قضیو] په شان په دې کې هدایات هم نه ورکوي او نه دا وایي چې د دې کېس فیصله به کله کېږي."

قادرخان وایي، که د مسود کورنۍ د هغه مقدمه سمه پر مخ یو سي نو راو انوار ته د مرګ سزا هم اورول کېدای شي.

نوموړی وایي، ۱۰۹مه دفعه د یو کس د وژنې د سازش هغه ده او همدا تور پر انوار هم پورې شوی دی او دا چې د پولیسو په رپورټ کې دا نه دي ویل شوي چې انوار، مسود وژلی دی بلکې دا پکې راغلي چې مسود د انوار په امر وژل شوی.

قادرخان زیاتوي په پاکستان کې تر اوسه یوازې پخوانی وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو د ۱۰۹مې دفعې پر اساس د مرګ په سزا محکوم او په دار وځړول شو او دا چې په دې ډول قضیو کې نور ټول تورن کسان خوشې شوي دي.

نقیب الله مسود د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ په ۱۳ مه کراچۍ سهراب ګوټ سره نېږدې ووژل شو. هغه مهال پولیسو ویلي ول چې مسود د تحریک طالبان پاکستان غړی وو چې په پولیس مقابله یعنې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی.

خو په اپرېل میاشت کې د سپریم کورټ په امر جوړې ګډې پلټنیزې ډلې په خپل راپور کې پولیس مقابله جعلي وبلله او راو انوار یې د نقیب مسود د وژنې ذمه وار یاد کړ.

د نقیب مړی تېر کال د جنورۍ پر ۱۷ مه د هغه کورنۍ ته وسپارل شو، چې ورڅخه یوه ورځ وروسته د کراچۍ په ګډون، د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د هغه د وژنې په ضد مظاهرې وشوې.

د جنورۍ پر ۱۹مه سترې محکمې د مسود د وژنې نوټس واخیست او راو انوار له دندې ګوښه کړی شو.

د جنورۍ پر ۲۳مه راو انوار له پاکستانه د تېښتې هڅه وکړه خو د اسلام اباد د هوایي ډګر چارواکو ونیو.

د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ له لومړۍ تر ۱۰مې، د قبایلي سیمو ځوانانو د مسود د وژنې، ماورای عدالت وژنو، ورکو کسانو او په قبایلي سیمو کې د ناامنیو ضد په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو.

د همدې ناستې پر مهال پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) جوړ شو چې د یو کال په موده کې یې په بیا بیا د نقیب مسود په وژنه کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه او احتجاجي غونډې کړې دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG