د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي د وژنې د مقدمې درخواست عدالت ته ورکړل شو


ارمان لوڼی له خپلې خور وړانګې لوڼۍ سره
ارمان لوڼی له خپلې خور وړانګې لوڼۍ سره

پراګ - د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي کې د پولیسو په مبینه تشدد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر غړي ارمان لوڼي د قتل د لومړي پلټونکي راپور [ایف ای ار] درجولو لپاره درخواست په عدالت کې جمع شو.

د پېښې د عيني شاهدانو په سوګندي بيان دغه درخواست کې ويل شوي چې محمد ابراهيم ارمان لوڼی د فبرورۍ پر دویمه د پوليسو لخوا په کونداغ وهلو ووژل شو نو د عاملينو پر ضد دې مقدمه پرانيستل شي.

د ارمان لوڼي وکيل صادق خان عليزی وايي دوی نن [د فبرورۍ پر ۱۵مه] د لورالايي په سېشن کورټ کې د کریمینل پروسیجر کوډ نومي قانون کې د – ۲۲ اې – دفعې لاندې درخواست جمع کړ.

نوموړی زياتوي سېشن جج دا واک لري چې که چېرې پوليس د اېف ای ار درجولو څخه ډډه کوي نو که متاثره کس دغه جج ته درخواست ورکړي نو هغه د اېف ای ار درجولو واک لري.

"موږ په سېشن عدالت لورايي کې په رسمي توګه درخواست جمع کړئ. د درو عيني شاهدانو بيانونه مو په ليکلې بڼه په قسم خوړلو [سوګند پورته کولو] او ورسره د مدعي چې عيني شاهد هم دی په قسم خوړولو سره د مقدمې درخواست جمع کړی."

دا درخواست له هغه ۱۳ ورځې وروسته جمع کړل شو چې په لورالايي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځايي غړي او د ارمان لوڼي د وژنې عیني شاهد قیوم اتمانخېل په وينا هره ورځ به پوليسو ته ورتلی خو چا يې اېف ای ار نه درج کاوه.

د نوموړي په وينا پوليسو ته يې درخواستونه ورکړي او هغوی تر لاسه کړي خو د ده خبرې ته بيا هم هيچا غوږ نه نيوئ او نه يې ځواب ورکوئ.

"دوی به راته ويل چې د پوليسو خلاف د اېف ای ار نتيجې ښې نه وي. هر چا چې د پوليسو خلاف مقدمه درج کړې ده، هغوی اوس پر دې نړۍ نشته. مطلب يې دغه و چې يا به قتل کړل شم يا به سر وخورم. راته ويل به يې دا کار پرېږده. ما ورته زه د خپل حق لپاره جنګېږم او دا کار هيڅکله نه پرېږدم."

د قیوم اتمانخېل په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې نور عیني شاهدان وايي ، ارمان لوڼی د پوليسو اې ایس پي عطاالرحمان ترین پر مغزي د ټوپک په کونداغ وهلو وواژه خو عطاالرحمان ترين تر پېښې څو ورځې وروسته په یو بیان کې ادعا کړې وه چې دی پر دې موقع موجود نه و.

بلخوا د لورالايي پوليس تاڼې اس اېچ او ناصر شاه وايي چې تر څو د پېښې پلټنې نه وي بشپړې شوې، تر هغه وخته دوی ته د اېف ای ار درجولو اجازه نشته.

"د پوليسو محکمې له امر سره سم چې کله د پلټنو راپور بشپړ شي او د فورېنزيک لپاره د لېږل شوو شيانو نتيجې راشي، له هغه وروسته به بيا اېف ای ار درجوو."

ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالې غړې وړانګې لوڼۍ ورور و او د کوټې په ډګري کالج کې د پښتو ژبې ښوونکی و. نوموړي د دې غورځنګ له جوړیدو راهیسې پکې فعاله ونډه درلوده. هغه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند فعال غړی هم و.

XS
SM
MD
LG