د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیسور د ماشوم حیات خان ماما وژل شوی


منظور پښتین د حیات خان سره ناست دی.
منظور پښتین د حیات خان سره ناست دی.

بنو ـ د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، د خیسور د یو ماشوم حیات خان ماما ملک مراد علي مېترکی د فبرورۍ د ۱۰مې په ماسخوتن په خپل کور کې وسله والو ویشتلی.

چارواکو مشال راډیو ته وویل، حمله کوونکي د پېښې له ځایه په تښتېدو بریالي شوي خو ضلعي انتظامیې د نامعلومه کسانو خلاف پرچه کټ کړېده. د دوی په وینا د مشکوکو کسانو لټون یې کړی خو تر دې ګړۍ یې څوک نیولي نه دي.

چارواکي وايي، د ملک مراد علي د وژنې علت نه دی څرګند. د نوموړي د وژنې مسولیت هم تر اوسه چا نه دی قبول کړی.

د حیات خان کیسه:

د جنورۍ په درېیمه اوونۍ کې پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوه چې پکې د خیسور د سیمې دغه خواوشا ۱۴کلن ماشوم وویل، پلار او ورور یې له څلورو میاشتو راهېسې امنیتي ځواکونو بیولي، اوس نور امنیتي کسان د دوی کور ته ورځي او د ستر پردې خیال نه ساتي.

پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو پښتنو فعالانو په دې پېښه سخت غبرګون ښکاره کړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د دې پېښې د پلټنې لپاره دې یوه کومیټي وټاکي.

ملک مراد علي مېترکی څوک و؟

نوموړی په رشته کې د حیات خان ماما وو. ده په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې د حیات خان کور ته د امنیتي سرتېرو د ورتلو او د هغوی د کور د بې سترۍ خبره سمه نه ده. خو بیا وروسته چې د ۶۰ زرو وزیرو جرګه وشوه نو نوموړی له خپلې ادعا واوښت او له جرګې یې بښنه وغوښتله. دی د فبرورۍ پر ۱۰مه د نامعلومه کسانو په ډزو کې ووژل شو.

اوس ټولنیزې رسنۍ څه وايي؟

د ملک مراد علي مېترکي له وژل کېدو وروسته اوس یو وارې بیا پر فیس بک او ټوېټر د بحثونو لړۍ پیل شوې ده. فعالان وايي د مېترکي د وژنې تحقیقات دې وشي او د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان دې ونیول شي. د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي محسن داوړ لیکلي، دوی د حیات خان د ماما وژنه په کلکه غندي او دا په شمالي وزیرستان کې د زرګونو پاکستاني پوځیانو پر موجودګۍ سوالیه نښه ده. نوموړي د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین لیکلي، په داسې حال کې چې وسله یواځې د امنیتي سرتېرو او طالبانو سره ده، نو بیا څوک دې ووايي چې هدفي وژنې له دوی پرته څوک کولی شي؟

د زهرا په نوم یوې ټوېټر کاروونکې لیکلي، دوی د مېترکي د وژنې غندنه کوي او له امنیتي ځواکونو غواړي چې د دې وژنې پلټنه دې وکړي.

په پخوانۍ فاټا یا اوسنیو قبایلي ضلعو کې وخت په وخت دا ډول هدفي وژنې ترسره کېږي. د یوې اندازې تر مخه په تېرو څو میاشتو کې په شمالي وزیرستان کې تر ۳۰ و زیات هدفي بریدونه ترسره شوې دي چې ځايي مشران، ځوانان او هم د انتظامیې کسان یې په ترڅ کې وژل شوي دي.

د سیمې ځوانانو وخت په وخت د دغو هدفي وژنو خلاف لاریونونه هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG