د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې یوسفزۍ له اېپل پلس ټېليويژن سره د ډرامو او فلمونو د جوړولو هوکړه وکړه


د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ

د خيبر پښتونخوا له سوات سره اړه لرونکې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له اېپل ټي وي پلس سره د هغو ډرامو او مستندو جوړولو قرارداد لاسلیک کړ چې تمرکز به یې له ښځو او ماشومانو پر اړونده مسايلو وي.

اېپل ټېليويژن نن (د مارچ نهمه) وویل، ملالې چې په تاند پېغلتوب کې یې د نوبل جایزه ګټلې، ومنله چې د خپلې وړتیا پر مټ به له دې ټېليويژن سره پر نړیواله کچه د خلکو د هڅونې په هدف د څو کلونو لپاره کار کوي.

اېپل کمپنۍ وايي چې د ټېليويژني ډرامو او مستندوفلمونو په دې لړۍ کې به د ماشومانو لپاره انیمېشن فلمونه او سریالونه هم شامل وي.

۲۳ کلنې ملالې ویلي، خوشحاله ده چې له دې فرصته به د ښځو، ځوانانو، لیکوالو او هنرمندانو د ملاتړ لپاره کار واخلي او نړۍ هغسې انځور کړي چې دوی ته ښکاري.

نوموړې زياته کړې چې هیله منه ده د دې نوښت له لارې واړه هلکان او نجونې دغه پروګرامونه وګوري او الهام ورڅخه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG