د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ د لسیزې تر ټولو نومیاتې نجلۍ


د ملالې یوسفزۍ انځور
د ملالې یوسفزۍ انځور

ملګرو ملتونو د يویشتمۍ پېړۍ دوهمه لسیزه یانې له ۲۰۱۰ څخه ۲۰۱۹ پورې چې په څو ورځو کې به ۲۰۲۰ ته واوړي په ياده موده کې د نجونو زدکړو لپاره د ملالې يوسفزۍ مبارزه، په هېټي کې راغلې زلزله او د شام شخړه ياده کړې ده.

ملګري ملتونه وايي، ملالې يوسفزۍ به لا په وړوکوالي د خپلې طالب علمۍ په زمانه کې د نجونو زدکړه لپاره ږغ پورته کاوه او د طالبانو ظلمونو به یې په ډاګه کول.

د خېبرپښتونخوا د ښکلې سېلانۍ سيمې سوات ملاله یوسفزۍ هله نومیاتې شوه چې په ۲۰۱۰ز کال د امريکا نیويارک ټايمز د هغې پر ژوند ډاکومېنټري فلم جوړ کړ.

ملالې به په سوات کې د تندلارو طالبانو د واک په وخت کې هلته روان حالات او د جينکو د تعليم حال د بي بي سي دپاره د بلاګ په شکل کې د ګل مکۍ په نوم وړاندې کول.

ملالې دا تاثر ختم کړه چې ماشومان مبارزه نشي کولی: ضیاءالدین یوسفزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:17:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


هغه په کال ۲۰۱۲م کې طالبانو هغه وخت په ډزو وويشته چې د سکول په ګاډي کې د نورو جینکو سره روانه وه. هغه په سر ويشتل شوې خو بچ پاتې شوه.

په ملاله یوسفزۍ شوی برید په ګرده نړۍ کې په پراخه کچ غندل شوی وو.

د ملګرو ملتونو د بیان له مخې په هم هغه کال د بشري حقونو په نړیواله ورځ په پېرس کې د ملګرو ملتونو د تعليم، ساینس او کلتور څانګې يونيسکو په مرکزي دفتر کې ملالې يوسفزۍ ته پيروزنې وړاندې کړل شوې او سپارښتنه شوې وه چې د هرې نجلۍ ښوونځي ته تګ باوري کول، او د نجونو تعلیمي پرمختیا یو بیړنی اولیت ګرځول دي.

پر ملالې برید هغه په جهاني کچه مشهوره کړه، ګڼې نړیوالې جایزې ورکړل شوې او په ۲۰۱۴ ز کال يې د هند له کيلاش سيتيارتي سره په ګډه د سولې نړیوال نوبېل جایزه هم وګټله.

ملاله په ۲۰۱۷ز کال کې د ملګرو ملتونو د سولې او په ځانګړي ډول د نجونه تعليم استازې وټاکل شوه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG