د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې یوسفزۍ او منظور پښتین کابل او ښېوه کې خونړي بریدونه وغندل


منظور پښتین او ملاله یوسفزۍ
منظور پښتین او ملاله یوسفزۍ

د تعلیم جهاني مبارزې، نوبېل والې ملالې یوسفزۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کابل یوه روغتون په زېږنتون کې د وسله والو ډله ییز او د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې د جنازې پر مهال ځانمرګي بریدونه غندلي دي.

ملاله یوسفزۍ کاږي چې په کابل او ننګرهار کې د بې وزلو ښځو او ماشومانو وژلو سخته غمژنه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بیا پر خپل ټویټر کښلي چې لسیزې تېرې شوې خو پر افغان خاوره لاهم جګړه پای ته و نه رسېدله. نوموړی کاږي چې په روغتون او جنازو کې بریدونه نه یوازې د غندنې وړ نه دي بلکې د نړیوالو هغه وعدې ته پام رااړول دي چې دلته به سوله راولي. دی لیکي د نړیوالو خپله کړې وعده سر ته نه رسول به د افغانانو د سولې پر ارمان پورې خنداګانې وي.

د مې پر ۱۲مه نېټه د کابل پر زېږنتون په وسله وال برید کې د ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان او د ننګرهار په ښېوې کې پر جنازې په ځانمرګي برید کې ۲۶ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول.

دغه خونړیو بریدونو په افغانستان دننه او په نړیواله کچه ډېر سخت غبرګونونه راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG