د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ضیاء الدین یوسفزي کتاب، ”پرې یې ږدئ چې والوځي“


د نوبېلوالې ملالې یوسفزۍ پلار وايي چې د هغه کښلی کتاب ”پرې یې ږدئ چې والوځي“ به ډېر ژر د نومبر پر اتمه نېټه له برتانیا او پر ۱۳مه نېټه له امریکا خپور شي.

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د تعلیم خورولو فعال ضیاء الدین یوسفزي له مشال راډيو سره په خبرو کې د خپل کتاب په باب وايي چې دا یې تر ډېره د ځاني ژوند پر کیسه راڅرخي. دی وايي په دې کتاب کې یې د خپلو تعلیمي هلو ځلو ذکر کړی چې له دغه تجربو یې پښتون ولس ګټه پورته کړي.

د ضیاءلدین یوسفزي په اند له خپلو بچیانو سره د مور پلار بې توپیره چلند کولای شي په یوه ټولنه کې ښځینه او نارینه مساوات ته لار هواره کړي. همدا خبره د هغه لور ملالې یوسفزۍ هم په خپل کتاب ”زه ملاله یم“ کې کړې چې ”پلار یې وزر نه وو ترې پرې کړي ځکه خو یې الوت وکړ. “

په دې کتاب کې ضیاءالدین یوسفزي د ملالې ذکر هم کړی دی چې خپلې زده کړې او په تېره هغه وخت چې کله تندلارو وسله والو په سوات او ټول ملاکنډ ډیویژن کې سرکاري چارې په ټپه دورلې وې او خپلسري یې کوله، خپل تعلیم څنګه پرمخ وړی.

کله چې په سوات کې د نجونو تعلیم ته د ورپېښو خنډونو لیرېکولو ذکر راځي نو ضیاء الدین یوسفزی او ملاله یوسفزۍ د یوې سیکې هغه دوه مخه دي چې د سر په بیه یې دې لارې ته دانګلي او د ملالې په سر کې نښتې مرمۍ هلته ډېر سرونه له مرمیو وژغورل. د پلار او لور له سواته پیل شوې تعلیمي هلو ځلو نن نړیواله بڼه اخیستې او ملاله یوسفزۍ دا مهال د جینکو د تعلیم جهاني سفیره ده.

ضیاء الدین یوسفزی د سوات په یوه خواره او شاته پاته سیمه شانګله کې زوکړی او وروسته یې کورنۍ سوات ته کډه شوې ده. په سوات او په لوی سر کې په ټول ملاکنډ کې لاهم له ترهګرۍ او سېلاوونو ګڼ ښوونځي کنډکپر پراته دي. نوموړی د دغه او د نور سوات د یوشمېر سکولونو بیا ودانولو لپاره پانګه راټولوي بلکې ”ملاله فنډ“ هم هلته د تعلیم په برخه کې د پام وړ کارونه کوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې ضیاء الدین یوسفزي ویل چې د ده کتاب ”پرې یې ږدئ چې والوځي“ په لومړي سر کې په انګلیسۍ ژبه دی، وروسته به یې د پښتو په ګډون په شپږو نورو ژبو کې هم ژر چاپ کړي. د دې کتاب سریزه ملالې یوسفزۍ کښلې او د اېډیټ او لیکلو په برخه کې ورسره وتلې انګلیسۍ لیکوالې لویس کارپېنټر همکاري کړې. نوموړې خپله دوه کتابونه کښلي دي او له یوې برتانوۍ ګڼې سېټرډې ټایم مګزین سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG