د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې پولې خبریالانو د سعودي پر لوړ پوړیو چارواکو جنايي شکایتونه درج کړي


ياد سازمان دغه سعودي چارواکي تورن کړي چې په ۲۰۱۸ز کال کې یې په استنبول کې د خبریال جمال خاشقجي په وژنې سره بشریت ضد جنایتونه کړي دي.
ياد سازمان دغه سعودي چارواکي تورن کړي چې په ۲۰۱۸ز کال کې یې په استنبول کې د خبریال جمال خاشقجي په وژنې سره بشریت ضد جنایتونه کړي دي.

بې پولې خبریالانو سازمان په جرمني کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د سعودي د نورو چارواکو پرضد جنايي شکایتونه کښلي.

ياد سازمان دغه سعودي چارواکي تورن کړي چې په ۲۰۱۸ز کال کې یې په استنبول کې د خبریال جمال خاشقجي په وژنې سره بشریت ضد جنایتونه کړي دي.

دغه شکايت چې پر ۵۰۰ مخونو مشتمل دی، د مارچ پر لومړۍ نېټه د جرمني په یوه فيډرالي عدالت کې له لوی څارنوال سره درج کړل شو.

د سعودي عربستان پر ولیعهد او نورو چارواکو دا تور هم پورې شوی چې تر ۳۰ زیاتو خبريالانو په غېرقانوني نیولو کې هم لاس لري.

د جرمني د څارنوال دفتر ويلي چې دوی په دغه اړه شکايت تر لاسه کړی او د دې د قانوني او واقعي وړتيا ارزونه کوي.

شهزاده محمد بن سلمان د خاشقجي په وژنه کې هر ډول لاس لرل رد کړی وو. دا په داسې حال کې ده چې د فېبرورۍ پر ۲۶مه د امریکا یوه غېرمخفي استخباراتي ارزونه خپره شوه چې پکې ویل شوي و چې د خاشقجی د وژنې یا نیولو عملیات د شهزاده محمد بن سلمان په فرمان شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG