د سعودي عرب یوه عدالت د خبریال جمال خاشقجي د وژنې په کېس کې پنځه کسانو ته د مرګ سزا ورکړې ده.
د سعودي سرکاري وکیل نن اعلان وکړ چې درې نورو کسانو ته یې ۲۴،۲۴ کاله د بند سزا هم واوروله.
د پروسږ کال په اکتوبر میاشت کې په ترکیه کې د سعودي سفارت دننه د خاشقجي وژنې د نړیوالو غوسه راپارولی وه.
امریکایي استخباراتو ویلي ول چې خاشقجي د سعودي شهزاد محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی خو ریاض د دې ملامتیا پر سرکښه سعودي استخباراتي چارواکو اچوي.
سرکاري وکیل دا هم وویل چې د شهزاده پخوانی لوی مشاور سعو ال قاحتاني د خاشقجي په وژنه کې لاس نه لرلو. امریکا پر ال قاحتاني د خاشقجي د وژنې په عملیاتو کې د رول په وجه بندیزونه لګولي دي.
ریاض دغو مشکوکو سعودي وګړو ته د مرګ سزا ورکولو عدالتي کارروایي پټه چلولې.