د سعودي عرب وژل شوي خبريال جمال خاشقجي زوی ويلي دي چې د پلار وژونکي يې بخښلي دي.
جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ کال کې په ترکې کې په سعودي قونسلګرۍ کې وژل شوی وو.
صلاح خاشقجې د مې پر ۲۲مه په ټويټر پاڼه ليکلې چې د دوی کورنۍ د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت هغه کسانو ته بخښه وړاندې کوي چې د جمال خاشقجي د وژني ذمه واره ول.
جمال خاشقجي په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې په خپلو ليکنو کې د سعودي عرب پر حکومت سختې نيوکې کولي.
سعودي چارواکو ویلي ول چې د خاشقجي وژنه کې رياست ککړ نه وو بلکې ځينې باغي عناصرو دا کار کړی وو.
خو سعودي چارواکو وروسته خپل بيان بدل کړو او ويلي وو چې خاشقجي هېواد ته راستنولو لپاره د عملیاتو پر مهال وژل شوی وو او په ډېسېمبر مياشت کې هغو پنځو ملزمانو ته د مرګ سزا ورکړه چې د خاشقجې وژنې کې ککړ وو.
ملګرو ملتونو د دې پېښي بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې وه.