د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيې ۲۰ کسان د خبريال خاشقجي په وژنه تورن کړي

جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

دترکيې څارونوالانو ۲۰ مشکوکه کسان د خبريال جمال خاشقجي په وژنه تورن کړي دي.

په تورنو کسانو کې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان دوه پخواني مرستيالان هم دي. خاشقجي سعودي وګړی وو چې واشنګټن پوسټ ته يې ليکنې کولې او د رياض سخت نقاد وو.

هغه په استنبول کې په سعودي قونصلګرۍ کې وژل شوی وو.

د استنبول څارنوالی دفتر د مارچ پر ۲۵ مه نېټه په بيان کې ويلي چې د سعودي عرب د استخباراتو پخواني مرستيال مشر احمد العصري او د وليعهد سلمان نږدې ملګری او سلاکار سعود القحتاني تورن شوي چې ارادتا يې دغه وحشتناکه وژنه پارولې وه.

د امريکا استخباراتو ادارې ويلي وو چې فکر کوي ولیعهد سلمان د جمال خاشقجي د وژنې امر کړی وو خو رياض دا ادعا ردوي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG