د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم غورځنګ دی، غورځنګ و او غورځنګ به وي: منظور پښتین


منظور پښتین
منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي غورځنګ يې لا هم د کوم ګوند جوړولو پرېکړه نه ده کړې. نوموړی وايي، پي ټي اېم غورځنګ دی، غورځنګ و او غورځنګ به وي.

منظور پښتين د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا په غورځنګ دننه ځينې غړي غواړي چې سياسي ګوند جوړ کړي ، په سه شنبه مشال رېډيو ته وويل کېدای شي چې سوچ موجود وي خو په رسمي توګه ورسره چا نه دی شريک کړی.

دی زیاتوي، ''پي ټي اېم تحريک دی، ګوند نه دی او نه ګوند جوړيږي. مختلف سوچونه په هرځای کې موجود وي. تر اوسه زموږ د غورځنګ د کوم غړي لخوا په دې اړه هېڅ رسمي اعلان مخې ته نه دی راغلی او نه د پي ټي اېم هېڅ یوه غړي په دې اړه موږ سره کوم رسمي خبرې کړي دي چې ګينې دوي داسې څه کړي يا يې دا منشور دی او که څوک داسې رسمي بيان ورکړي نو بيا به پرې موږ خپل رسمي بحث کولای شو يا بيان ورکولی شو. خو د پي ټي اېم په حواله دا خبره واضحه ده چې پي ټي اېم يو تحريک دی او ګوند نه دی او نه ګوند جوړېږي.''

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او پارلېمان غړي محسن دواړ په ۲۳ مه فېبرورۍ له مشال رېډيو سره په خبرو کې دا خبره نه رد کړه او نه يې ومنله چې پي ټي اېم يو سياسي ګوند جوړوي. البته نوموړي هم دومره وويل چې دوې ورځې مخکې دوی په پېښور کې پر موجوده سياسي حالاتو د مباحثې او پرېکړې لپاره هم-خياله مشرانو او ملګرو غونډه کړې ده.

که څه هم منظور پښتين او محسن داوړ پر ياده موضوع له نورو خبرو کولو ډډه وکړه خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزيرستان د ميرامشاه څانګې مشر فريد اصغر په ۲۲ مه فېبرورۍ مشال رېډيو ته وول چې په صوبايي او قامي اسمبليو کې د خپل استازيتوب او راتلونکو بلدياتي انتخاباتو کې د برخه اخستو لپاره د سياسي ګوند په جوړولو کار روان دی خو لا هم حتمي شکل نه دی ورکړل شوی. البته نوموړی وايي غورځنګ به نه ختموي: ((له ملګرو سره مشورې روانې دي خو لا هم د پارټۍ يا د دې د مشر نه دی جوړ کړل شوی. موږ غواړو چې په هر ځای کې خپل نمايندګان ولرو چې دارنګ په ښه توګه د سيمې مسلې راپورته کړو.))

فريد اصغر وايي چې د ۲۰۱۸ م کال راهيسې له کله نه چې پي ټي اېم جوړ شوی نو ځينې ملګري غواړي چې يوه سياسي څانګه ولري. خو د پي ټي اېم مخکښه ثنا اعجاز بيا وايي که پي ټي اېم خپله سياسي څانګه جوړوي نو له دغې څانګې سره به د دوی هېڅ تړاو نه وي.

نوموړې په ۲۳ مه فېبرورۍ مشال رېډيو ته چې په پارلېمان کې د پښتنو د حقونو لپاره غږ له وړاندې پښتانه قام پرسته ګوندونه لکه عواني نېشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نور ازاد کانديدان پورته کوي او پي ټي اېم ته د ګوند جوړولو هېڅ ضرورت نشته.

ثنا اعجاز زیاتوي دا او ډېرې نور ملګري يې له سياسي ګوندونو پي ټي اېم ته ځکه راغلي چې دا يو مزاحمتي تحريک دی او په خلاص مټ نړۍ ته د پښتنو مسلې وړاندې کوي: ''موږ په ګوندونو کې عهدې درلودې خو د مزاحمتي تحريک لپاره مو پرېښودل. که مزاحمتي تحريک په ګوند بدلېږي نو زموږ لارې به جدا کېږي. بيا که په غورځنګ کې يو کس هم پاتې کيږي، که هغه منظور پښتين وي يا که هرڅوک ځکه چې زموږ له افرادو سره کار نشته خو چې تحريک د پښتون په نوم وي او د پښتنو د ژغورنې لپاره وي نو موږ به له هغې سره یو.''

پښتون ژغورنې غورځنګ چې د ۲۰۱۸ م کال په وړمبيو کې په قبايلي سيمو کې جوړ شو ، دا مهال په پاکستان او بهر هېوادونو کې ډېرې څانګې او پلويان لري.

غورځنګ د قبايلي سيمو، پېښور، کوټې، سوات، لاهور ، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون يو شمېر ځايونو کې جلسې او مظاهرې کړي دي چې پکې يې د پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې پر پالیسي سختې نيوکې کړي.

پي ټي اېم غوښتنه کوي چې په قبايلي سيمو کې دې ماينونه پاک کړل شي، په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقيب مسيد په وژنه تورن پوليس افسر راو انور ته دې سزا ورکړل شي، پر امنيتي پوستو دې خلک نه تنګول کېږي او لادرکه کړل شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

د پي ټي اېم د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي علي وزير په ګډون د غورځنګ ځينې غړي دا وخت د پاکستان په جېلونو کې دي. پر دوي د پاکستاني رياست ضد د ويناو کولو تور دی خو پي ټي اېم دا تورونه ردوي او وايي د قانوني او اييني لارو د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG