د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا بیا د اب و هوا په اړه پاریس تړون کې شامله شوه


د نړۍ مشرانو په اقلیمي تړون کې د امريکا بېرته راستنېدنو تود هرکلی وکړ او په دې توجو ورکړی چې امريکا به له نړیوال تودوخې سره د مبارزې لپاره د ګيسونو کمولو لپاره څه کوي.
د نړۍ مشرانو په اقلیمي تړون کې د امريکا بېرته راستنېدنو تود هرکلی وکړ او په دې توجو ورکړی چې امريکا به له نړیوال تودوخې سره د مبارزې لپاره د ګيسونو کمولو لپاره څه کوي.

دا یوه میاشت له هغه وروسته له هغې ده چې ولسمشر جو بایډن په دفتر کې په لومړۍ ورځ ملګرو ملتونو ته وویل چې واشنګټن به په تړون کې ورګډوي.

د نړۍ مشرانو په اقلیمي تړون کې د امريکا بېرته راستنېدنو تود هرکلی وکړ او په دې توجو ورکړی چې امريکا به له نړیوال تودوخې سره د مبارزې لپاره د ګيسونو کمولو لپاره څه کوي.

د امريکا د هوا پیژندنې لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي جان کیري به د فېبرورۍ پر ۱۹مه د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونيو ګوټيريس سره په انلاين غونډه کې په تړون کې بيا شامليدو يادونه وکړي.

ګوتریس د فېبرورۍ پر اتمه وویل چې د پاريس په تړون کې د امريکا شامليدل "پخپله ډېره مهمه ده."

دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د اقلیم پخواني مشرۍ کریسټینا فګیریس د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد لرونکې هېواد د برخې نه اخېستو له وجې د اقلیم له بدلون سره مبارزه کې د وخت ضایع کیدو په اړه خواشیني څرګنده کړي.

پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ز کال کې امريکا له دې تړونه د ويستلي پريکړه کړي وه.

نوموړي په هغه وخت کې ويلي وو چې د دې تړون له وجې هېواد ته اقتصادي زیانونه اوړي.

د اب و هوا په اړه پاريس تړون څخه د امريکا په رسمي توګه وتل د تېر ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر څلورمه عملي شوه. دا يوه ورځ وروسته له هغې وو چې صدراتي ټاکنو کې بالاخره بايډن، ټرمپ ته ماتې ورکړه.

امريکا د هغه وخت راهیسې د کاربن ډاي اکسایډ اخراج کمولو لپاره کار کولو ته دوام ورکړی، خو وفاقي جکومت په کې شامل نه وو.

د پاريس له تړون سره د یو ځای کېدو اقدام د هېواد لپاره د یو فرصت په توګه کتل کېږي چې د ماحولياتي بدلون لپاره يو شان تګلاره ولري.

د بایډن ادارې ویلي دي چې دوی به د اپریل په میاشت کې د ځمکې نړيوال ورځ په مناسبت د اخراج د کمولو لپاره خپلې موخې اعلان کړي.

له ۱۲۰ څخه زیاتو هېوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۵۰ز کال پورې به د کاربن اخراج صفر پورې راکم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG