د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګیلامیرکل: اروپا د اب و هوا په اړه د پېرس تړون بې شرطه ملاتړ کوي


انګېلا میرکل
انګېلا میرکل

د جرمني وزیراعظمې انګېلا مېرکل ویلي، د ۲۰ لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو د ټولنې په راتلونکې سرمشریزه کې به د اب و هوا په اړه د پاریس موافقې پر اهدافو ټینګار د غونډې له مرکزي موضوعاتو څخه وي.

نوموړې تېره ورځ د هېواد پارلېمان ته په وینا کې وویل، تمه لري چې پر دې موضوع به خبرې مشکلې وي ځکه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړه کړې ده چې امریکا به د ۲۰۱۵ز کال له دې موافقې باسي.

دې وویل، ((اروپايي ټولنه بې له شرطه د پاریس موافقې ملاتړ کوي او دا به په کلک هوډ او په چټکۍ سره عملي کوي.))

مېرکل وویل، پر دې موافقې ((نوره معامله نشي کېدای.)) د جولای پر اوومه او اتمه په جرمني کې د جي – ۲۰ هېوادونو د سرمشریزې د کوربنې په توګه دا پر مېرکل منحصره ده چې په غونډه کې څه ته لومړیتوب ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG