د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن د ټرمپ کوم فرمانونه ختم کړل؟


د امريکا د اساسي قانون (ايين) ارټيکل دويمې مادې ترمخه له ولسمشر سره د صوبيدادي اختيار وي چې صدراتي فرمان له لارې فيصلی وکړي.
د امريکا د اساسي قانون (ايين) ارټيکل دويمې مادې ترمخه له ولسمشر سره د صوبيدادي اختيار وي چې صدراتي فرمان له لارې فيصلی وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جنورۍ پر ۲۰مه د سوګند پورته کولو وروسته په لومړۍ ورځ ۱۷ صدراتي فرمانونه لاسليک کړل.

په دې کې له نيمايي زيات يې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صدراتي فرمانونو د لغوه کولو په اړه ول.

د امريکا د اساسي قانون (ايين) ارټيکل دويمې مادې ترمخه له ولسمشر سره د صوبيدادي اختيار وي چې صدراتي فرمان له لارې فيصلی وکړي.

دا صدراتي فرمانونه تر هغې نافذ وي تر څو چې لغوه شوي نه وي او يا يې موده ختمه شوې نه وي.

د ولسمشر جو بايډن ۱۷ صدراتي فرمانونو کې څه دي؟

د ۱۰۰ ورځو ماسک (تمبوزک) اچولو چيلنج

ولسمشر بايډن له ټولو امريکايانو غوښتي چې د صحت نړيوالې ادارې له لارښونو سره سم تر ۱۰۰ ورځو پورې ماسکونه واچوي.

د دې فرمان تر لاندې په ټولو رياستونو کې په وفاقي ادارو کې به ماسک اچول لازمي وي.

د روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو اېچ او" څخه د امریکا د وتلو فيصله

جو بايډن د روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو اېچ او" د امریکا وتلو فيصله واپس کړی.

پروسږ کال یې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د يو صدراتي فرمان له لارې امريکا له ډبليو اېچ او ويستلې وه.

د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه د رول مرکزي کول

بایډن د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې یو رسمي رسپانس کورډينټر رامینځته کوي، هغه به ولسمشر ته د واکسینونو ، ازموینې او د ناروغۍ په اړه نورو عکس العملونو راپور ورکوي.

د بې دخلي قانون درول

له کورونو د بې دخلي عمل به د مارچ تر ۳۱مې پورې ځنډوي. د کورونا وايرس وبا له کبله ګڼو امريکايان د کورونو لا لاسه ورکولو له خطر سره مخ دي.

له دې صدارتي فرمان سره خلکو ته ډاډ ورکړل شوي چې قسطونه ادا نه کړي نو کورونه به يې نه ضبط کېږي.

د زده کوونکو پور پرې کولو کې وقفه

بایډن لږ تر لږه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د زده کوونکو پور پرې کولو موجوده وقفه غځولي.

د اب و هوا په اړه د پاریس تړون کې د امریکا بیرته شامليدل

ولسمشر بايډن د صدراتي فرمان له لارې امريکا بيرته د پاريس تړون کې ورګډوي، پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ز کال کې امريکا له دې تړون ويستلې وه.

د کیسټون ايکس ايل پایپ لاین پرمټ لغوه کول

بایډن د کیسټون ايکس ايل پایپ لاین پرمټ منسوخ کړي. دا د تیلو پایپ لاین جنجالي سیستم دې چې پخواني ولسمشر بارک اوباما رد کړی وو خو ټرمپ بیرته راستون کړي وو.

د ۱۷۷۶ کمیسیون ختمول

بايډن د پخواني ولسمشر ټرمپ لانجمن۱۷۷۶ کمیسون ختم کړي چې تېر کال د [تور پوستو ژوند معنا لري] مظاهرو په غبرګون کې جوړ شوي وو. دا کمیسیون په ظاهره د تعليم له لارې په خلکو کې له هېواد سره د ميني پيدا کولو په غرض جوړ شوي وو.

د هم جنس خلکو لپاره کاري محفوظه کول

د دې صدراتي فرمان لاندې به په کاري ځايونو کې يو کس د جنسيت يا جنسي هویت پر اساس د تعصب او توپيري چلند سره نه مخ کېږي.

بایډن څوکۍ ته له رسېدو سره سم د ټرمپ ځینې فرمانونه ختم کړل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00

امريکا ته د مسلمانو هېوادونو پر وګړیو د ورتګ پابندي ختمول

جو بايډن د ټرمپ هغه تګلاره هم واړوله چې له مخه یې د یو شمېر مسلمانو هېوادونو پر وګړیو امریکا ته پر ورتګ پابندي لګول شوې وه.

د فرمان له مخه د متاثره هېوادونو وګړیو ته د ویزو ورکولو بهیر بیا پیلولو امر شوی.

د پخواني ولسمشر ټرمپ د کډوالۍ قواعد ختمول

د بایډن ادارې په امريکا کې د هغو کډوالو چې اسناد نه لري، له هېواده د بې دخلي پاليسی ختمه کړه.

پخواني ولسمشر ټرمپ په دې لړ کې سخت دريځ خپل کړي وو.

پر پوله د دېوال جوړول ودروي

ډونلډ ټرمپ له مکسیکو سره په ګډه پوله د دېوال جوړولو پلان درلود، مګر د دې جوړولو ټول پلانونه اوس بایډن انتظامیې ته پاتې شوي.

بايډن د يو فرمان له لارې ملي ایمرجنسي پای ته رسولی چې د ديوال جوړولو لپاره پیسو راغونډولو په خاطر اعلان شوې وه.

د لایبریا کډوالو حفاظت

بايډن د لابيريا شاوخوا ۴۰۰۰ وګړو چې د کورنۍ جګړۍ له کبله امريکا ته کډه شوي، د حفاظت هغه پروګرام په عارضي توګه د ۲۰۲۲ز کال د جون ۳۰مې پورې غځولی دی.

پخواني ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی و چې دغه پروګرام پای ته رسوي.

په سرشمېرنه کې هغه کسانو شمېرل چې شهريت نه لري

جو بايډن د پخواني ولسمشر ټرمپ پاليسي بدله کړي چې اوس به هغه کسان هم په سرشمېرنه کې شمارل کېږي چې د امريکا شهريت نه لري.

د انتظامیې څانګې کارمندانو لپاره اقرارنامه

د بایډن تر مشرۍ لاندې د انتظامیې څانګې کارمندانو لپاره د لازمي ګرځول شوي چې اقرار نامه لاسلیک کړي چې "د عدلیې وزارت د ازادي حفاظت به کوي."

د ټرمپ تنظیمي پروسې شاته کول

بایډن د نوي مقرراتو رامینځته کولو لپاره د ټرمپ ادارې قواعد ختموي.

د مدیریت او د بجټ دفتر ته دنده سپارل شوی چې پروسې ته بيا کتنه وکړي.

په دې کې د ټرمپ دفتر په وروستیو ورځو کې نافذ کړل شوي پاليسي هم شاملي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG