د لاسرسي ځای

تازه خبر

عورت فاونډیشن: د کورونا پر مهال پر مېرمنو تشدد زیات شوی


پاکستانیو مېرمنو وخت په وخت د تشدد خلاف خپل غږ پورته کړی دی.
پاکستانیو مېرمنو وخت په وخت د تشدد خلاف خپل غږ پورته کړی دی.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې "عورت فاونډیشن" د ۲۰۲۰م کال راپور خپور کړی چې پکې ویل شوې، د کورونا وبا پر مهال پر ښځو تشدد زیات شوی دی.

د مېرمنو دغه ټولنه وايي، چې په ۲۰۲۰ز کال کې د هېواد په ۲۵ ضلعو کې پر ښځو د تشدد ۲۲۹۷ پیښې ثبت شوي دي.

د عورت فاونډیشن یو غړي عاصم ملک د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال رېډیو ته وویل چې یادې ادارې د فبروۍ پر ۱۲مه په پاکستان کې د ښځو د ملي ورځې پر مناسبت خپل کلنې راپور خپور کړ چې پکې وویلچې د کورونا وبا پر مهال پر ښځو د تشدد اکثره پېښې له رسنیو سره نه دې ثبت شوې خو د هغې باوجود په دې پیښو کې په خطرناکه کچه زیاتوالې شوی دی.


"دغو پېښو کې ۵۷ في صده په پنجاب کې ، ۲۷ په سیند کې، اته في صده په خیبرپښتونخوا کې او دوه في صده په بلوچستان ثبت شوي دي. په دې کې زیات شمیره د قتل، تیریو، ځان وژنې، تیزاب شیندل او د تښتونو ده.دغسې په زوره د ودونو، جهیز او پر جاییداد د لانجو پېښې هم ثبت شوي دي. په سیند کې تر ټولو زیات د غیرت په نوم وژنې شوي دي. د ځان وژونو زیاتې پیښې د ګلګت بلتستان نه رپوټ شوي دي. "

د عورت فاونډیشن د راپور ترمخه، په ۲۰۲۰م کال کې په پاکستان کې د دوو کلونو نه واخلې تر منځني عمر پورې د هرې طبقې ښځې د تشدد ښکار شوي دي. راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۰م کال کې په خیبرپښتونخوا کې پر ښځو د تشدد په پيښو کې تر ټولو زیاتې پېښې د هغوی د وژونو ثبت شوي دي او ورپسې بیا د ځان وژونو او د جنسي تیرو هغه مخې ته راغلي دي. عاصم ملک زیاتوي چې تر څو پر ښځو تشدد کم شوی نه وې ، تر هغې په ټولنیزه او اقتصادي توګه پرمختګ نشې کولای.
خو د بشري حقونو مبارزان دا هم وايي چې د تشدد پرته د کورونا وبا له وجې هم ښځو ته په اقتصادي او سماجي توګه په پرمختګ کولو کې مشکلات ورپیښ شوي دي. په قبایلي ضلعو کې خبریاله ناهید اپریدی وايي چې د کورونا وبا پر مهال د خبریالانو په ګډون ګڼو ښځو خپل کارونه پريښود.

د بشري حقونو مبارز او د بلیو وینز ادارې مشر قمر نسیم وايي چې د رسنیو او د بشري حقونو د ادارو د کار له وجې پر ښځو د تشدد پیښې رپوټ کېدل زیات شوي دي خو پر دې پيښو د قابو نه موندولو او د دې د زیاتېدو وجوهات د قوانینو نیشتوالې یا د هغې په سمه توګه نه عملي کېدل دی.
" پر ښځو د تشدد په پيښو کې کمی نه دې راغلې بلکې زیاتې شوي چې وجه یې د قوانینو نیشتوالې یا د هغې په سمه توګه نه عملي کېدل دي. په خلکو کې د حقونو په اړه پوهه راغلې ده او له دې وجې پيښې اوس زیاتې ثبتېږي هم. عدالتونو ته هم خلک زیات ځي خو د تشدد په پيښو کې ککړو کسانو ته سزاګانې نه ملاوېږي."

د بشري حقونو ادارې او پولیس چارواکي دا هم وايي چې په پاکستان کې اکثره اغیزمنې کورنۍ د تشدد په پيښو کې ککړ کسان معاف کړي چې له وجې یې هغوی د عدالتي کارروایانو بچ شي او یا له جیلونو خلاص شي. د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړې عایشه بانو مشال رېډیو ته وویل چې دوی د جنسي ځورونو او پر ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي او دې لړ کې یې د قوانینو ترڅنګ مختسب اداره هم جوړه کړې ده .

د خیبرپښتونخوا حکومت د جنورۍ پر ۱۵مه پر ښځو د کورني تشدد خلاف قانوني مسوده منظوره کړه چې له مخې یې پر ښځو د کورنۍ د غړي لخوا تشدد په ترڅ کې به مجرم ته پنځه کاله د بند سزا ورکول کېږي. په دې بیل کې ویل شوې چې په اقتصادي، نفسیاتي او جسماني توګه د ځورونو پېښې پر ښځو د کورني تشدد په زمره کې راځي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي وايي چې پر ښځو د نور تشدد د مخنیوی لپاره هم پر وړاندیزونو او قوانینو کار کوي.

XS
SM
MD
LG