د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ږوب کې د نجونو لپاره کتابتون پرانستل شو


په ږوب کې د نجونو د کتابتو پرانسته
په ږوب کې د نجونو د کتابتو پرانسته

د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو غورځنګ 'واک' په مرسته د جنورۍ پر ۱۷مه په پرانستل شوي دې کتابتون کې به یوازې نجونه راټولیږي او بېلا بېل کتابونه به لولي.

د ښځو لایبریري ږوب په نوم دغه کتابتون د پرانستې دستورې ته له خیبر پښتونخوا هم د پښتنو مېرمنو د سیاسي، ادبي او کلتوري غورځنګ واک غړې او مخکښې ورغلې وې.

د واک مشرانې وایي، د دوی غورځنګ اوس د بلوچستان یو شمېر پښتون مېشتو سیمو ته هم غځېدلی او هلته خپلې څانګې او یو شمېر ښځینه غړې لري.

د واک غورځنګ په دې کې فعالانو کې یوه پلوښه رڼا هم ده چې د نجونو د لایبریرۍ جوړولو لپاره یې زیات کار کړی دي.

پلوښه رڼا وایي لومړی ورته دا کار ډېر ګرانه مالوم شوی وو او ډېرو خلکو یې مخالفت هم کړی وو خو دوی خپل همت ونه بایله او د دې کتابتون لپاره یې تر یو کال زیاته موده هلې ځلې کړې وې.

د ږوب کتابتون
د ږوب کتابتون

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه او د واک تحریک فعاله ثنا اعجاز چې د دې لایبریرۍ د پرانستې دستورې لپاره ږوب ته تللې وه خو د بلوچستان حکومت له صوبې په زور و اېسته.

د ږوب د لایبریرۍ پر جوړولو او د هغې لپاره د کتابونو راټولو په کمپېن کې ثنا اعجاز هم رول لوبولی دی.

د ږوب د واک غورځنګ یوه غړې خالده وطن پاله وایي دوی ته د هېواد د بېلا بېلو سیمو نه خلکو کتابونه ډالۍ کړي دي.

خالده وایي دا هلته د نجونو لپاره یوازینۍ لایبریري ده چې اوس به پکې د سیمې نجونه د لوست لپاره راټولیږي.

د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه په کوټه ښار کې د 'واک' مشرانو او غړیو خپله دویمه کلیزه ولمانځله او دغه یې په بلوچستان کې لومړۍ غونډه وه.

خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

تاندې هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG