د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماموندو جرګې پر ښځو یو لړ بندیزونه ولګول


په ویډیويي کلېپ کې دا هم ښکاري چې له سیدرحمانه چاپېره په دایره کې ناست خلک د هغه په خبره د تایید په ډول سر خوروي او ورسره یوه خوله معلومېږي.
په ویډیويي کلېپ کې دا هم ښکاري چې له سیدرحمانه چاپېره په دایره کې ناست خلک د هغه په خبره د تایید په ډول سر خوروي او ورسره یوه خوله معلومېږي.

په باجوړ کې د ماموندو قامې جرګې پر ځايي مېرمنو ځیني بندیزونه لګولي چې له مخې یې هغوی له دې وروسته نه شي کولی، د ښځو د سهولت مرکزونو ته لاړې شي او یا هم اېف اېم راډیوګانو ته ټیلیفون وکړي.

جرګې ویلي که کومې نجلۍ یا مېرمنې له دې پرېکړې سرغړونه وکړه نو کورنۍ به یې ۱۰ زره روپۍ جریمه کېږي.

پر ټولنیزو رسنیو له تېرې ورځې راهېسې یوه ویډیو خپرېږي چې پکې د باجوړ یو ځايي مشر سیدالرحمان جرګې ته د وینا پر مهال وايي، دا د ټول قام شریکه پرېکړه ده چې مېرمنې به د سهولت مرکزونو ته نه ځي، اېف اېم راډیوګانو ته به زنګونه نه وهي او کوم بنجاری به د ماموندو سیمې ته نه پرېښودل کېږي.

په ویډیويي کلېپ کې دا هم ښکاري چې له سیدرحمانه چاپېره په دایره کې ناست خلک د هغه په خبره د تایید په ډول سر خوروي او ورسره یوه خوله معلومېږي.

په باجوړ او یو شمېر نورو قبایلي ضلعو کې د حکومت د (صدای امن) پروګرام لاندې د مېرمنو د سهولت مرکزونه جوړ شوي چې ورکې د پنځو کالو نه د کم عمر ماشومانو ته پولیو او نور واکسینونه او ورغلو مېرمنو ته د میاشتې دوه نیم زره روپۍ ورکول کېږي.

مشال راډیو هڅه وکړه چې د یادې موضوع په اړه د جرګې د مشر سیدالرحمان سره اړیکه ونیسي خو هغه ټليفون ته ځواب نه وايه. د ماموندو د خلوزو سیمې یو اوسیدونکي شاه ولي خان ماموند بیا د فبرورۍ په پنځمه مشال راډیو ته وویل، جرګه باید دا ډول پرېکړې ونه کړي ځکه چې ځايي مېرمنې د ډېرې نادارۍ له وجې د سهولت مرکزونو ته ورځي. نوموړی وايي، د بنجاریانو سیمې ته نه پرېښودل هم مناسبه خبره نه ده ځکه چې بنجاریان هم څوک پردي نه دي، د همدې سیمې خلک دي. هغه وړاندې وايي:

"جرګه چې بنجاریان بندوي نو دلته خو نور ډېر خلک هم راغلي وو، هغوی یې ولې نه منع کول، جرګې پکار ده دا پرېکړه هم کړې وای چې څوک هم له بلې سیمې دلته راځي او ترهګري کوي، باید مخه یې ونیول شي."

شاه ولي خان ماموند وايي، هېڅ امکان نه لري چې څوک دې د جرګې د پرېکړې سره اتفاق وکړي. نوموړی زیاتوي دا د یو څو ټولو شوو کسانو خبرې وې، هغه ورته قامي جرګه هم نه شي ویلی.

یو ځايي اوسیدونکی او خبریال بلال یاسر د جرګې د پرېکړو سره هم غږی دی او وايي، کله چې حکومت د ستونزو هوارۍ لوري ته پام ونه کړي نو بیا خلک مجبورېږي چې د جرګو له لارې پرېکړې وکړي. نوموړی وايي، دا سمه ده چې د سهولت مرکزونو کې مېرمنو ته دوه نیم زره روپۍ ورکول کېږي خو بل پلو کلتور تر پښو لاندې کېږي. بلال یاسر وايي، ځايي خلکو تر دې وړاندې په وار وار احتجاجونه کړي ول چې پکې یې له حکومته غوښتنه کړې وه چې په سهولت مرکزونو کې دې د مېرمنو د پردې او حیا خیال وساتل شي خو چې حکومت څه ونه کړل نو خلکو خپله پرېکړه وکړه.

مشال راډیو د باجوړ له ډېپټي کمېشنر فیاض شېرپاو سره په دې اړه د خبرو هڅه وکړه خو هغوی خبرو ته حاضر نه شول. د ناوګۍ سب ډوېژن مرستیال کمېشنر حمیدالله وزیر د فبرورۍ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، د مېرمنو د سهولت مرکزونه حکومت پرانېستي او بندول به یې د حکومت په چارو کې مداخله ګڼل کېږي. هغه وویل، د سیمې مشران یې راغوښتي او ورسره به دا خبره وچېړي او د حل یوه مناسبه لاره به راوباسي.

بلخوا نن (د فيبرورۍ پر شپږمه) د باجوړ ډپټي کمشنر په يوه اعلاميه کې ويلي چې ښځې له سهولت مرکزونو بندول او راډيوګانو ته د هغوی پر ټليفون کولو بندېز لګول د بنيادي بشري حقونو سرغړونه ده. نوموړي زياته کړې چې نن مازيګر يې د جرګې غړي وربللي چې ستونزه هواره کړي.

XS
SM
MD
LG